نړۍ

بارک اباما، سرکوزي اوډیویډ کیمرون به یوه ګډه اعلامیه کي ویلی چی قذافي باید لیبیا پریږدي

ubama_and_divid(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۵) دامریکي، برطانیی اوفرانسی ولسمشرانو یوه ګډه اعلامیه خوره کړیده اوپکي لیکلي یی دي چي دقذافي دموجودیت په صورت کي په لیبیا کي سوله نشي راتلي، دري سره ولسمشرانو دناټوبرګډو هیوادونو باندي غږ کړیدي ترڅو دقذافي په وړاندي له لازیات زور څخه کارواخلی اونوموړی ودي ته اړباسي چي له واک څخه لاس په سرشي ورنه دنوموړي په واک کي پاته کیدل به دلیبیا له خلګو سره لویه ناانصافي وي اود دلیبیا دولس له غولوني څخه بغیر نوره هیڅ پایله به ونه لري

.خو تراوسه پوري لا دلیبیا په اړوند دناټو دغړو هیوادونو په لیکو کي دنفاق نښي لیدل کیږي، اودټولني له ۲۸ غړو څخه یواځي یو څو هیوادونه لکه فرانسه، برطانیه، کنډا، بیلجیم، ناروي اوډنمارک پر لیبیا باندي به هوایی بریدونو کی لاس لري، دټلوالي مشر انډرفوغ راسموسن رسنیو ته زیاته کړه تراوسه  راته کوم هیواد اشاره نده کړي ترڅو پرلیبیا باندی دهوایی برید لپاره نوري جیټ الوتکي راکړي، خو نوموړي وویل زه هیله مند یم چي دټلوالي نورهیوادونه به هم الوتکی راکړي ترڅو وکولای شو دقذافی دځواکونو په خلاف بریدونه توند اونوموړي دي ته اړکړو چي له واکه څخه لاس په سر شي  له بله لوري دزیارت په ورځ ناوخته دمعمر قذافی لور عائشه قذافي هم په داسي حال کی راښکاره شوه چي زیات شمیر خلګوته یی دباب العزیزیه ومخ ته وینا کوله نوموړي زیاته کړه، غربي ولسمشران دلیبیا دخلګو سپکاوی کوي اوداچي دوی وایی قذافي دی له واکه څخه لاس په سرشی، دانه یواځی دقذافي بلکه دهیواد دټول ولس سپکاوي دي، دعائشۍ خبري دطرابلس دځوانانو لخو څخه  د لاسونو په ټکولو اوشعارونو باندی بدرګه کیدلي، باب العزیزیا هغه ځای دي کوم چي په کال ۱۹۸۶ کی هم یوځل دامریکایانو له لوري ترسخت برید لاندي راغلی وو، ړباب العزیزیه پراخه میداني دقذافي پلوه ځوانانو له ګڼی ګوڼي څخه ډک وو اودقذافي په حق کی یی شعارنه ورکول.

بخت الرحمن بخت………………………………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x