نړۍ

پېښور کې بارانونو ۱۸ کسان وژلي او ۸۰ ټپي کړي دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور ښار کې سختو بارانونو او تېزو هواګانو ۱۸ کسان وژلي او ۸۰ ټپیان کړي دي.

راپور کاږي چې تېزو بارانونو له امله د بامونو چتونه لویدلي او دیوالونه غورځېدلي دي. په وزیر باغ کې د پولیسو د پوستې د دیوال غورځېدو له امله ۲ ماشومان وژل شوي او د پېښور په نوتیه کې د بام غورځېدلو له امله ۱۵ کسان تر خاورو لاندې شوي.

په وژل شوو کې ۵ ښځې او ۳ ماشومان دي.

سختو بارانونو او تېزو هواګانو د پېښور په نوتیه، صدر، وزیر باغ، فقیراباد، لاهوری ګیټ او دیر کالونی کې کورنو ړنګ کړي.

د اوبو د وتنې د خراب سستم له امله د پېښور سړکونه د سیلابونو ننداره وړاندې کوي.

پېښور خلک په اعلی وزیر پرویز خټک او دده په کابېنې چې اوسمهال په اسلام اباد کې د نواز شریف د حکومت ړنګولو په موخه پراته دي، تر سختې نېوکې لاندې نیولي. دوی وايي چې «کورونه وران شوي، د ژوند نظام فلج دی او اعلی وزیر د مرکزي حکومت پر خلاف لاریونونه کوي.»

د سختو بارانونو او تېزو هواګانو له امله د بريښنا سستم خراب شوی او د پېښور ډير ځایونو کې بريښنا قطع شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x