افغانستان

ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو کې ګڼ ویجاړ شوي وسایط ترمیم شوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، ۲۰ وری، ۱۴۰۲ل): ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو کې ګڼ ویجاړ شوي وسایط ترمیم شوي.

له ملي دفاع وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو د انجینري ټیم لخوا ګڼ ویجاړ شوي وسایط بیا ترمیم او ګټي اخیستني ته برابر شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي چې په دې ترمیم شویو وسایطو کې ۲ چین داره اسکواتور، ۲ ټېر لروونکي اسکواتور، ۳ ګلیډر، ۷ بیلډوزر، ۲ لوډر، ۴ ډامترک، ۱ فورکلفت، ۱ ټیلري، کرنک، ۴ چین داره بیلډوزر، ۱ رنجر، ۲ لنګر او ۱ څلور کې، چې جمله ۳۱ عرادې غټ او واړه وسایط کیږي، بیا ځلي ترمیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx