افغانستان

د پوهنتون استادانو کادري معاشات لوړ شول

نن ټکی اسیا (۲۱ وری ۱۴۰۲ل): د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمیسیون د پوهنتون د استادانو کادري معاشونه لوړیدلو طرحه منظور کړې او د رئیس الوزرا له خوا تأیید شوې ده.

دغه کمیسیون چې د ریاست الوزرا اداري معاون ملاعبدالسلام حنفي په مشرۍ غونډې ترسره کوي د روژې د میاشتې پر ۱۱مه د معاشونو د لوړیدو طرحه منظور کړې ده.

د نوې طرحې له مخې د پوهاند علمي رتبې لرونکي معاش له ۳۹زره افغانیو څخه ۶۰زره افغانیو ته؛ پوهنوال علمي رتبې معاش له ۳۳زره څخه ۴۵زره افغانیو ته؛ د پوهندوی علمي رتبې معاش له ۲۷زره څخه ۳۸زره ته؛ د پوهنمل رتبې معاش له ۲۱زره څخه ۳۰زره ته؛ د پوهنیار معاش له ۱۸زره څخه ۲۵زره ته او د نامزاد پوهنیار معاش له ۱۳۵۰۰ څخه ۲۰ زره ته لوړ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې یاد معاشونه د علمي رتبې دي او اړوند بست معاش هم ورکول کیږي.

د معاشاتو د تنظیم کمېټې د پریکړې له مخې د استادانو د معاشاتو نوی نورم به د ۱۴۰۲ل کال د وري د میاشتې له لومړۍ نېټې ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

والله که یو خبر په روښانه توګه ورکولای شئ. دا معاشونه او لوړوالی یې میاشتنی دی که کلنی؟ بل دا چې قوي شک شتون لري چې د عدلیې وزارت د دفتر په ریاست، انسجام ریاست او د جواز د ورکولو په ریاست یا اداره کې لوی فساد شوی چې د اسلامي امارت مسئول چارواکي دې جدي پاملرنه ورته وکړي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx