
د لیکوالۍ راز
حکمت الله همت
لیکنه او لیکوالي په ورځني ژوند کې په خپل ځان تر ټوله ښه پانګونه ، د خپلو پټو وړتیاوو د لټون لپاره ښه لاره، او په دې کار سره به خپلې ټولنې ته ګټور تمام شوي وو. که غواړئ چې نوم او نښان مو تل تر تله ژوندی پاتې شي:یا داسې ژوند وکړئ چې ولیکل شي او یا هم داسې لیک وکړئ چې ولوستل شي.
د لیکنې او لیکوالۍ ځينې پټ رازونه او هغه مهم پړاوونه دلته درسره شریک کوم: کوم چې کولای شي په لیکنه کې له تاسې سره مرسته وکړي او شتون یې ستاسې په لیکنه کې د لوستونکي توجه جلب او له لیکنې لوستلو مو خوند واخلي ، لیکنه مو تر آخره ولولي.
الف: خپلې لیکنې ته څه ډول سر ليک غوره کړو؟
لکه څرنګه چې په ټولنیزو رسنیو کې د یو خبر ۵۰ سلنه جزئیات په خبري سرټکو او پاتې یې په بشپړه برخه کې خپریږي، په لیکنه او لیکوالۍ کې هم یو ځیرک او غښتلی لیکونکی هغه وخت خپلې لیکنې ته د لوستونکو توجه زر اړوي چې د خپلې لیکنې جذابیت یې په خپلو ځانګرو ځایونو کې نغښتی وي. که غواړئ لیکنې مو تر ټولو زړه راښکونکې، ډېر لوستونکي ولري ، له لوستلو یې لوستونکي خوند واخلي او تر پایه یې ولولي؛ لمړی ګام(د سرلیک ټاکل) په ډېره ښه توګه ترسره کړئ او وړاندوینه مې داده چې خپلې لیکنې ته ډېر د معنی او جذابیت ډک سرلیک وټاکئ
ب: څه ليکئ؟
څه لیکئ! فرض کړئ همدا اوس مو قلم او کاغذ په لاس کې دي، غواړئ په لیکنه پیل وکړئ. د سرلیک غوره کولو وروسته ستاسې دوهم ګام: غواړئ څه ولیکئ؟ دا هغه پړاو دئ؛ چېرته چې تاسې د خپلې لیکنې ۲۵ سلنه کار نور هم آسانه کوئ د موضوع ټاکل،د لیکنې اړخ او لیکلو ډول په ټاکلو سره له سرلیک وروسته ۵۰ سلنه کار ساده کوئ او ځانته د پرمختګ لاره خلاصوئ تر څو د موضوع د ټاکلو وروسته په آسانۍ سره د نوموړې موضوع په اړه خپل پوهاوی او نظر لوستونکو ته وړاندې او ولیکئ.
ج: څنګه يی ليکئ ؟
اوس مو چې کار تقریبأ بریا ته نږدې کړی دئ ،د خپلې لیکنې پنځوس سلنه کار مو په سرلیک او د موضوع په ټاکلو سره ځانته اسانه او ساده کړ ددې وخت را رسېدلی دئ چې دریم ګام(لیکنه پیل کړو) واخلو خپله بریا او موخې ته نږدېوالی (۷۵) سلنه کړو.
دریم پړاو: دلیکنې یو مهمه او اساسي برخه ده په دې پړاوو کې تاسې د خپل سرلیک او لیکنې د اړخ ټاکلو ته مسئوول او ذموار کیږئ ، تاسې ته پکار ده چې مټې ونغاړۍ بسم الله کړئ او خپله لیکنه په یوه ځانګړي چوکاټ او فارمټ کې پیل کړئ. لیکنه مو کېدای شي یو غوښتنلیک، مکتوب، مقاله،کتاب او ….. نور اختیار ستاسې دئ چې څنګه او په کوم فارمټ کې یې لیکئ ادامه ورکوئ او مخکې ځئ.
د: په ليکنه کې مخکې له دې چې په ليکنه پيل وکړو (اساسي ټکي ) ټاکل څومره رول لري؟
په لیکنه کې د لیکنې اساسي ټکي چې په فارسي ژبه کې ورته کلید واژه ویل کیږي او په انګلیسي کې ورته keywords ویل کیږي: نوموړو ټکو ته زمونږ د لیکنې د ملاتیر(ستون فقرات) هم ویلی شو،ځکه چې یوه لیکنه په هغو ټکو کې رانغښتې وي کوم چې د لیکنې مهم ټکي او د پام وړ جملې دي، همدغه ټکي د لیکنې د اساسي ټکو په نوم یادیږي. که غواړئ چې د خپلې لیکنې اسکلېټ(چهارچوکاټ) په ښه شکل سره جوړ او وروسته جزئیات پکې ځای په ځای کړئ ،مخکې له دې چې لیکنه پیل وکړئ د لیکلو او تشریح لپاره هغه ټکي وټاکئ کوم چې غواړئ په لیکنه کې یې په اړه په پوره وضاحت او فصاحت سره بحث وکړئ
هـ: چاته يې ليکئ؟
اوس نو سختې شېبې او د تکلیف پړاوونه تېر شوي دي؛ ددې وخت رارسېدلی دئ چې خپلې پایلې لکه د جشن او ښادۍ شغلې د آسمان په لوري وشړئ او لاسته راوړنه مو د قلم په وسیله د کاغذ پر مخ راوړئ او یې ولمانځۍ . هېره ده نه وي چې مخکې له لیکلو لمړی خپل سیال تول کړئ او بیا خپل جشن تولې(تلې) ته په کتلو سره ولمانځئ . ځانته دا په ډاګه کړئ چې ستاسې سیال یا لوستونکی (مخاطب) څومره د ادبي لیکنو او ادبیاتو پوهاوی لري؟ آیا رسمي لیک لیکئ ؟
مقاله یا کتاب لیکئ؟
او یا هم:خپلې/خپل د زړه ټوټې ته لیکنه کړئ؟ ستاسې ځواب:هو! غواړم خپلې معشوقې/معشوق ته لیکنه وکړم نو تاسې ته پکار ده چې لیکنه مو دومره په ښکلو،خوږو او د مینې او غنچې په شان کلمو او جملو ګلالۍ کړئ چې د هر ټکي په لوست او لیدو یې د لوستونکي زړه له ښادۍ او خوشحالۍ په قفس کې په نڅا او درځا راشي او لیکلي احساسات او عواطف مو د سر په سترګو ولولي او د زړه په سترګو یې واوري او خوند ترې واخلي.
نه! غواړم رسمي لیک(دندې ته غوښتنلیک،مکتوب،یا د ازموینې راکړل شوې کورنۍ دنده یا مقاله ) ولیکم. دلته پکار ده چې په خپله لیکنه کې دومره د ذکأ،جزالت،انسجام او فصاحت کار واخلئ تر څو ستاسې (Boss)رئیس نیمې وړتیاوې او خاص استعداد په لیکنه کې درک کړي او په پوره حاکمیت او ډاډ د شارت لیست شوو نوم لیکونکو په قطار کې تر ټولو لمړی ستاسې نوم کړۍ کړي او د انټریویو لپاره مو پوره لیوالتیا وښیي ښه راغلاست درته ووایي.
ریښتیا! زه د لیکوالۍ تجربه لرم : غواړم د خپلو لیکنو د ساتلو او ژوندي پاتې کېدلو لپاره خپلې لیکنې په یوه کتاب کې راټولې او ټولنې ته یې وړاندې کړم ،په دې کار سره به زه هم خپلې ټولنې ته ګټور/ګټوره و شمېرل شم او هم به مې په دې کتاب او لیکنو خپل شان لوړ او نوم ژوندی ساتلی وي. دا هغه وخت دئ چې تاسې په یوه پیاوړي لیکوال او ادیب بدل شوي یاست غواړئ خپله مبارزه لږ پراخه کړئ او د ټولنې په سطحه د مبارزې ډګر ته دانګۍ ،تاسې په یوه مشهوره او غښتلې څېره بدلیږئ تاسې ته ډېره زیاته اړینه ده چې خپلې لیکنې په دومره لوړه سطحه او غني ادبیاتو سره ولیکئ تر څو نورو لیکونکو او د لیکوالۍ مینه والو ته یوه ښه نمونه او لارښوود وګرځئ. په دې پړاوو کې ستاسې په لیکنو کې ډېر لوړ ادبیات، کره پښتو او د پښتو د خپلو او اصلي لغاتو او جملو جوړښت دومره اړین دئ چې ستاسې په لیکنه کې باید په سبک او د لیکوالۍ په چلونو بحث وشي او د لیکوالۍ ډول مو ډېرو پیاوړو لیکوالانو ته د لیکوالۍ لپاره یو ځانګړی هنر ، چل او نمونه وګرځي.
پای!