ادبي لیکني

لوی خدمت

أبوبكر خپلواک

اول کرت یې ما د جمعې په یوه بیان کې د یو ورزیده عالم له خولې ښه واورېدل، د کتاب یې تعریف وکړ او زما غونته محصلین یې هغه وخت د کتاب مطالعې ته تشویق کړل، اونۍ وروسته ما او د پوهنتون څه نورو د پرې ملګرو د همدې کتاب د زدکړې په خاطر د یو عالم مخ ته ګونډې کات کړې، موږ وعده وکړه چې درس ته به شوق را ځو او په مینه به خپل سبقان تعقیبو، یو لس، دولس ورځې درس ته ورتلو، زموږ د پورته وعدې تر څنګ عالم هم د معاصرو فتنو په نبض ښه اګاه و، زما په شان د درس پدې ټولي کې ډیر و چې دا یې د عربۍ لومړی درسي جریان و، ماته یې سبب همدا ښکاره شي چې عربۍ زموږ په غاښ نه کېده ځکه مو له درسي بهیر زړه سوړ او بیا استاد ته بې وعدې شو.

نن چې د فتنو عصر او یو عالم فتنو زمانه ده خود پکې د توحید د عقيدې ساتل او تحفظ تر پرون سخت دي، نن که نور نه وي د خواله رسنیو افغان ملحدین هم مؤمنان ځوانان څو ساعته تردد ته ټیل وهلای شي، د توحید عقیده خپلول او د خپل خالق په تړاو د مذهب موافق تعریف ذهن ته سپارل ځکه یو متعلم او محصل ته ستونزمن کار دئ چې دوي په خپل ټول درسي جریان کې داسې کوم کتاب نلري چې دغه خلا ډکه کړي، که پرون چا پدې باب کې د مطالعې اراده هم کولای په خپله ژبه یې ولله اعلم چې کوم د کار شی په لاس ورغلي وای.

د پورته ستونزې د حل په موخه د علومو اکاډمۍ اقدام کړی، زه یې اقدام نه بلکې پر موږ ځوانانو احسان ګڼم، دوي د عقیدې تر ټولو منلې شرحه پښتو کړې، عمر جلال صاحب دې خدای نه خواروي چې لومړی یې راته کتاب ډالۍ او بیا راته تعریف وکړ، ماته یې تلوسه تلقین کړه ځکه مې د مطالعې په روان لیست (الروضة الندیة شرح العقیدة الطحاویة) را دبره کړ، شیبه مخکې چې مې د کتاب آخره پاڼه لوسته زړه مې نوموړي ته دعا کوله، دا رښتیا هم لوی احسان دئ چې د کائناتو د واکدار جل جلاله په تړاو دغسې یو پوره تعریف حاصل کړې.

رښتیا، یوه دانه یادونه ضروري ده، ددغې کتاب یوازې نوم سخت او عربي دئ نور خپله کتاب روان او ساده پښتو شوی، پښتو ژباڼ خپل عذر او علت لیکي، نوموړي زیاتوي چې ځکه مو د کتاب نوم پښتو کېنښود چې بیا اوږدېدا، پر همغه معروف عربي نوم بسنه شوې.

همزولو له پیشمني وروسته د خوب غلبه معمول ده، ما په همدې ټېم کې دغه حاصل معلومات د خیرخواهۍ په نیت مقاله کړل، یوازې ددې په خاطر چې تاسو ته دا لوی کتاب تعریف او د مطالعې په موخه پشنهاد کړم، خپله یې هم ولولئ او د تکثیر په موخه یې نورو ته ډالۍ او یا ادرس په لاس ورکړی.

ستاسو د دوعاو په هیله د رمضان ٢٠م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx