نظــر

د اسلامي امارت بريالۍ ديپلوماسي!

حمزه حسيني

د افغانستان اسلامي امارت د فوق العاده او با تدبيره رهبرۍ له امله ګڼو هيوادونو کې سفارتونه او قونسلګرۍ د اسلامي امارت تر کنټرول لاندې راغلي، د بهر مېشتو هيوادوالو لپاره دا يو ښه زېری دی، په دې معنا چې اسلامي امارت وکولی شي، له هيواده بهر هم د افغانانو ستونزو ته څنګه چې لازمه ده رسېدنه وکړي، لکه څنګه چې د يوه مقتدر حکومت سره ښايي تر څو په بهرنيو هيوادونو کې پر خپلو سفارتونو او قونسلګريو کنټرول ولري، له بهرنيو هيوادونو سره ديپلوماتيکې اړيکې ورغوي، نو همدې موخې ته د رسېدنې لپاره د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت هڅې پيل کړي تر څو له نړيوالو سره د تفاهم منطقي ژبه پيدا کړي، چې نه يوازې له ګاونډيو سره بلکې د سيمې له هيوادونو سره يې اړيکې لا نورې هم ورغول شوي دي.

پر هيواد د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو را وروسته، د افغانستان اسلامي امارت اړوند ديپلوماتانو په يو شمېر هيوادونو کې د هغوی په رضايت خپل سفارتونه خلاص کړل، تر څو وکولی شي بهر مېشتو افغانانو ته لازم خدمات وړاندې، ددوی ستونزې درک او د حل په موخه يې لازمې لارې چارې ولټوي، د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ پاليسۍ تر ډېره مثبې پايلې لرلې دي، په ځانګړې توګه يې که يادونه وشي د پاکستان او ايران له بند خونو په سلګونو بنديان آزاد او خپل هيواد ته را ستانه شول، د بريالۍ ديپلوماسۍ له امله په دا وروستيو کې په ايران، ترکيې او متحده عرب اماراتو کې د افغانستان اړوند قونسلګرۍ او سفارتونه اسلامي امارت ته په واک کې ورکړل شوي او اميد دی چې دا پروسه به ان شآء الله دوام مومي.

د رسنيو د راپورونو له مخې تر دا مهاله اسلامي امارت ته په ۱۲ هيوادونو پاکستان، چين، ازبيکستان، ترکمنستان، روسييې، ترکيې، قطر، ماليزيا، قرغزستان، قزاقستان، ايران او متحده عرب اماراتو کې سفارتونه سپارل شوي او چارې يې د اسلامي امارت اړوند ديپلوماتان پر مخ وړي، د نړيوالو بنديزونو سره سره له اسلامي امارت سره د يو شمېر هيوادونو مثبت تعامل ددې ښکارندويي کوي، چې دغه هيواد کې شته اسلامي نظام د ټولو افغانانو نمايندګي کوي او د سيمې هيوادونه مکلف دي تر څو له دوی سره د تعامل په برخه خپلې هڅې لا پراخه کړي.

د سياسي چارو کارو پوهان هم په يوه خوله دي، چې ورته کړنې ښايي د اسلامي امارت پر وړاندې د رسميت پېژندنې دروازه خلاصه کړي، که څه هم دا به وخت ثابته کړي چې ايا امريکا نړۍ دېته پرېږدي چې له اسلامي امارت سره ديپلومتيکې اړيکې ورغوي او که نه، خو له بنديزونو سره سره دومره ستر کارونه په دې دلالت کوي چې افغانستان کې اوسمهال يو داسې متحد او متفق نظام شته چې په هر څومره قېمت چې وي له نړۍ سره مثبت تعامل ته لاره هواره کړي، دا چې نړیوال له اسلامي امارت سره څه ډول تعامل کوي د هيوادونو خپل برداشت دی، خو په مجموع کې د اسلامي امارت بهرنۍ پاليسي د ستايلو وړ ده او دېته ژمن دی چې له نړيوالو سره مثبت تعامل وکړي.

د سفارتونو تر خپلولو وروسته بايد هيوادوال که په داخل او که په بهر کې دي د اسلامي امارت تر شا کلک ودريږي، ځکه دا د هيوادوالو په خوښه راغلی نظام دی، که د هيوادوالو ملاتړ او مرسته نه وای، د کابو ۵۰ هيوادونو مقابله او بيا هغوی ټولو ته شکست ورکول ډېره سخته وه، خو دا د الله تعالی کامل نصرت او د هيوادوالو بشپړ ملاتړ و، چې اسلامي امارت يې د بريا تر درشله ورساوه، وس نو د همدې نظام ساتنه پر موږ ټولو لازمه ده باید چې د ساتنې او بهبود لپاره يې خپلې هڅې و نه سپموو، د شته اسلامي او شرعي نظام په دوام کې مو پت او عزت نغښتی دی، هر هغه څوک چې ددې هيواد اوسېدونکی ځان ګڼي او نه غواړي د اسلامي نظام ملاتړ وکړي، حد اقل ددې نظام پر وړاندې خو دې تخريب نه کوي، که الله تعالی ته خوښه وه او دغه نظام نړيوالو په رسميت وپېژانده، د هر هيوادوال د هيلو ترجماني به وکړي، هم به یې داخل او هم به يې په بهر کې عزت او آبرو خوندي وي. ان شآء الله.

په همدې هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx