افغانستان

بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښې ۳۲ مسافر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): بادغیس ولایت کې په یوه خونړۍ ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ مسافر وژل شوي دي.

د بادغیس ولایت امنیتي چارواکي وايي چې پېښه نن ماښام په آب کمری ولسوالۍ کې رامنځته شوه.

ددغه ولایت امنیه قومندان جنرال ولي جان سرحدي د پېښې په تړاو ویلي چې دوه مسافر وړونکي موټر په جنګل پوسته نومې سیمه کې سره ټکر شول.

د سرحدي په وینا په دغه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپيان دي.

سرحدي زیاتوي په وژل شوو مسافرو کې ښځې او ماشومان هم دي.

امنیه قومندان له قوله دغه دوه مسافر وړونکي موټر یو له بادغیسه آب کمري ولسوالۍ ته او بل بادغیس مرکز ته تللو چې په لاره کې يې ټکر وکړ.
هغه وايي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

په تېرو څو میاشتو کې دا څومه خونړۍ ترافیکي پېښه ده چې رامنځته کیږي.

د ترافیکي پېښو رامنځته کېدو لامل تېز موټر چلول، د ترافیکي نښو نه شتون او د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x