نړۍ

په سوډان کې د خپلمنځي نښتو په اړه د ا.ا.ا. اعلامیه

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل): په سوډان کې د خپلمنځي نښتو په اړه د ا.ا.ا. اعلامیه

په سوډان هیواد کې د خپلمنځي نښتو په تړاو د ا.ا.ا. ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد له دفتر څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د سوډان هیواد په مرکز او ځینو برخو کې خپلمنځي جګړه نښتې.

اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت په دغې پېښي سخت خواشنی شو چې زموږ په یوه ورور مسلمان هیواد کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه نښلي او سوډاني ولس ځوروي.

اعلامیه زیاتوي چې دا چې اوس لا د دغې پېښي ابتدا ده، اسلامي امارت خپل ورور سوډاني حکومت او ملت ته توصیه کوي چې هرڅه ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي.

اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې موږ د یوه جنګ ځپلي هیواد او ملت په توګه دا وایو چې موږ جګړو اضرار لیدلی او لمس کړی په جګړو سره ملتونه تباه کیږي، حکومتونه کمزوري کیږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هوارېږي. د هغو ستونزو په پرتله چې له امله یې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډېرېږي او د هغه هیواد خلګو او حاکمیت ته ګواښونه رامنځته کوي.

اعلامیه کې راغلي چې له الله تعالی څخه غواړو چې هرڅه ژر په سوډان کې مسلمانانو وروڼو ترمنځ اختلافات حل کړي. د جګړو لاملونه له منځه یوسي او د هغه هیواد خلګ له مشکلاتو څخه وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx