افغانستان

ملا برادر اخند؛ ا.ا.دهیواد ابادول او خلګو ته کاري فرصتونه برابرول خپل مسؤلیت ګڼي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۲۸ وری، ۱۴۰۲ل): ملا برادر اخند؛ ا.ا. د هیواد ابادول او خلګو ته کاري فرصتونه برابرول خپل مسؤلیت ګڼي.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرياڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي معاون ملا عبدالغني برادر اخند د ګلبهار پلازا رغنیزي پروژې د چارو پرانیسته وکړه.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې مناسبت جوړي شوې غونډي ته ملا عبدالغني برادر ویلي چې د اسلامي امارت په راتګ سره هیواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او تر بل هر وخت د پانګوني لپاره ښه زمینه برابره شوې چې د دغه زېربنا پرانیسته یې یوه ښه بېلګه ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي برادر د وینا په مهال زیاته کړې چې اسلامي امارت د هیواد ابادول، خلګو ته اسانتیاوي رامنځته کول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول خپل مسؤلیت بولي او په وینا یې، د دې موخي لپاره نه ستړې کیدونکي هلي ځلي کوي او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت به د هیواد د اقتصادي ثبات په موخه د لویو سړکونو رغول، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځول او دېته ورته نوري لویې زېربنایي پروژې په نږدې راتلونکي کې پیل کړي چې د اوسپنې پټلۍ شبکو په رامنځته کیدو سره به افغانستان د سویلي او مرکزي اسیا ترمنځ د وصل نقطه وګرځي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال له هیواده بهر ملي سوداګرو او پانګوالو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هیواد کې پانګونه وکړي او په وینا یې، اسلامي امارت په ټول توان سره د دوی د سر او مال امنیت خوندي کوي، دوی ته یې د پانګوني اسانتیاوې برابري کړې او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

د یادولو ده چې ګلبهار پلازا هستوګنیز او سوداګریز مرکز د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې د خصوصي سکټور لخوا جوړېږي چې سلګونه هټۍ او هستوګنیز کورونه پکې شامل دي او په یاده پروژه کې ۷۰ میلیونه ډالر پانګونه کیږي چې په درېیو کلونو کې به یې چاري بشپړې او ګټي اخیستني ته وسپارل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx