د نن سرلیکنه

له شمالي ټلوالې سره د قومندان رازق د نیږدي کیدو راز – سرمقاله

نن ټکی اسیا : سرمقاله: وړمه ورځ یوشمیر رسنیو د کندهارولایت د امنیه قومندانۍ له دندې څخه د قومندان رازق د مستعفي کیدو رپوټونه نشر کړل.

د کندهار د محلي چارواکو لخوا د دغو خبرونو د رد او تائید په اړه لا څه نه ووه ویل شوي چې د شمالي ټلوالې د مهم چارواکي او بلخ والي عطاء محمد نور په شخصي فیس بوک پاڼې باندې د اسد الله خالد په ملتیا د پاسوال رازق خان د ځانګړي ملاقات انځورونه خپاره شول، او له دې سره سمدستي دا خبر ونه هم ورکړای شول چې نوموړی بیرته په کندهار ولایت کې پرخپلې دندې باندې پاتې شو.

د دوهم پړاو ټاکنو له پیلیدو سره سم د هیواد پر نورو سیمو سربیره په جنوب لویدیځه حوزه کې هم د محلي واکمنانو ترمنځ داخلي اختلافاتو اوشخړو زور واخیست.

د کمکي اختر په دوهمه په کندهار کې د حشمت خلیل کرزي وژنه ، د هغه په تعقیب وړمه ورځ په هلمند ولایت کې د نامعلومو وسله والو لخوا د ګل آغاشیرزي د کمپاین د مشر او د ناوې د ټولنیزې شورا غړي عبدالمالک تروركيدل او تر هغه وروسته پرون د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ امنيه قوماندان له اتو پوليسو سره يو ځای وژل کیدل ټول هغه څه دي چې په قندهارکې د راتلونکي واک پر سر سیالۍ یې پر یوې خونړۍ سياسي مسابقې بدله کړې او داسې ښکاري چې د دغې مسابقې د برد او باخت نوبت اوس د رازق خان په شمول د کندهارولایت تر حاکمو چارواکو را نيږدي شوی دی.

د کندهار ولایت چې له تیرو خواو شا ۲۵۰ کلونو راهیسې د افغانستان په سیاست او واکمنې کې مستقیم اومهم رول لري اوسني چارواکې یې هم غواړي چې په راتلونکي نظام کې د شمال په نسبت زیات مطرحیت ولري.

خو د امریکایانو ترحمایت لاندې موجوده اداره کې د کندهاري چارواکو په نسبت له سیاسي او پوځي پلوه د شمالي ټلوالې پله ډیره درنه ښکاري.

د کرزي په ختمیدونکي حکومت کې د مؤثر رول لرونكي چارواکي د شمالي ټلوالې مربوط غړي دي ، د هغوي د مؤثریت لامل هم د هغوي سیاسي تجربه او هم د هغوى پوځي زور دی، چې د کندهار اوسني چارواکي نه سیاسي بصیرت لري او نه هم پوځي زور.

د کرزي کورنۍ چې د کندهار له سیاسیونو څخه ګڼل کیږي د خپلو کورنیو اختلافاتو له کبله په خپل منځ کې سره ختمه او خپله ولسمشر کرزی هم ښايي په راتلونکي کې یواځې د پخواني ولسمشر په نوم ګذاره وکړي.

په کندهار کې یواځې قومندان رازق هغه څوک دی چې هم امریکایان او هم د هغوي په مرسته راتلونکی حکومت به دیوه ملیشه يي ځواک په توګه ورته ضرورت ولري چې له همدې امله به نوموړی د کندهار په سیاست کې مطرح لوبغاړی وي.

خو نوموړی هم دیته ضرورت لري چې باید د یوه مطرح سیاسي ټیم له ادرسه په راتلونکي نظام کې خپل ملیشه یې رول ترسره کړي ، دا چې نوموړی د اشرف غني په نسبتا غربي ډوله ټیم کې د ځان د مطرحیت ځای نه ویني ، نو مجبور دی چې سر له اوسه د شمالي ټلوالې په ملیشه يي چوکاټ کې ځان مدغم او د هغوی له ادرسه په راتلونکي نظام کې خپل مسلکي (ملیشه يي) رول ترسره کړي.

خو رازق خان باید پردې خبره سر له اوسه سرخلاص کړي چې د مشرقي زون مخور او مطرح شخصیت حاجي عبد القدیر له خپل ټول سیاسي مهارت او پوځي صلابت سره ونه توانیدو چې په شمالي ټلواله کې مطرح او محفوظ رول ولري.

ټولو ولیدو چې نوموړی د مشهور جهادي قومندان ، مهم قومي مشر ،سلاکار ولسمشر او د فوائدعامې د فعال وزیر په توګه په رډه رڼاورځ له دنیا غیب کړای شو ، ایا پاسوال صیب رازق خان به وتوانیږي چې یواځې د ملیشه يي مهارت په مټ د دغې انحصاري ټلوالې ترسیوري لاندې خپل مستقبل تأمین کړي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

ASSALAMUALIKUM;
ANY ONE WHO DO CORRUPTION,THEY DON,T HAVE PLACE BETWEEN AFGHANS.
NOW AFGHANS ARE SMART FROM BEFORE.
NO ONE CAN FIND PLACE BY NAME OF MUJAHEED,QOMANDER AND LEADER
I BELIEVE THE ONLY MAN IS ASHRAFGHANI
HE WORKING HONESTLY AND KNOWS HOW BUILD AFGHANISTAN.THANK YOU

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x