fbpx

افغان حکومت د مامورینو لپاره د راتلونکي میاشتې تنخواګانې نه لري

نن ټکی اسیا (زمري ۲۵مه ۱۳۹۳ل): رویټرز خبري اژانس وايي چې افغان حکومت دومره نغدې روپۍ نه لري، څو په راتلونکي میاشت کې خپل مامورینو ته ځیني معاشونه ورکړي، او له همدې امله یې مرستندویو هېوادونو ته مراجعه کړې او د نغدو پیسو د تر لاسه کولو لپاره یې غوښتنه کړې.

په کابل کې د امریکا سفارت هم ددې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دوی ته افغان چارواکي ورغلي او ورته یې واضحه کړې چې دوی د راتلونکي میاشتې لپاره د مامورینو تنخوا نه لري او نه هم د نورو اړتیاو لپاره په واک کې پیسې لري.

خو دا یې نه دي ویلي چې دوی به په دې اړه څه وکړي.

د افغانستان د ماليې وزارت یو لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د راتلونکي میاشتې څخه دوی ددغه ستونزې سره مخ دي او یو ځل بیا دمرستندویو هیوادونو رحم او کرم ته په انتظار دي.

نوموړي ویلي چې دا مسئله ډیره حساسه ده، دولت نه غواړي چې دا خبره رسوا شي، ځکه دی هم نه غواړي چې نوم یې په مطبوعاتو کې راشي.

د امریکا د بهرنیو چارو جګ پوړو چارواکو هم رویټرز ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دوی د کومک ورکونکو هیوادونو تر څنګ د افغاني چارواکو سره په اړیکه کې دي، تر څو د دولت مهمې خدماتي ادارې له کاره ونه لویږي. نوموړي زیاته کړې چې ددې مسئلې حل یوازې د افغاني چارواکو په لاس کې دی او هغوی ته په کار دی چې مناسب چلند ورسره وکړي.

باید وویل شي چې د امریکا په بدرګه د نړیوالو ځواکونو راتګ سره افغانستان ته په ملیاردونو ډالره د مرستو په شکل کې راغلې چې له کبله یې د حامد کرزي په مشرۍ دولت په دې وتوانید چې خپل مالي چارې پر مخ بوځي او هم د بهرنیو ځواکونو په مټ وتوانیدل چې د هیواد په لویو ښارونو کې امنیت څه نا څه خوندي کړي، خو دا چي د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ د هغوی سره د هیواده ډالر او پیسې هم مخ په کمیدو دي.

بل اړخ ته افغانستان تر اوسه خپل عواید دومره نه لري چې اقلا د خپلو مامورینو تنخواګانې ترې ورکړي او دا به د راتلونکي ادارې لپاره یو ستر چلینج وي.
باید وویل شي چې ددې تر مخه لا د افغانستان حکومت د سړکونو، روغتونونو، مکتبونو او نور ډېرو خدماتي بنیادي کارونه د پیسو د کمښت له امله په ټپه درولې او ویلي چې دوی سره حتی د پخوانیو جوړ شویو سړکونو، روغتونونو او مکتبو د خوندي ساتلو او ترمیم لپاره پیسې نشته.

په دې اړه دقیق مالومات لا نشته چې د ماليې وزارت څومره پیسو ته اړتیا لري خو د دغه وزارت یو لوړپوړي چارواکي ویلي چې بودیجه د ۵۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه ډالرو پورې د کمښت سره مخ ده.

د مالیې وزارت ویاند عبدالقدیر جیلاني وايي: « ټاکنې په سمه روانې نه وې، موږ د دې وړتیا نه درلودله چې دا هر څه اداره کړو، موږ له ډيرو سختو ستونزو سره مخ وو.»

د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو تر منځ ټاکنیزې شخړو د افغانستان اقتصاد خورا اغېزمن کړی دی.

«موږ له دواړو کاندیدانو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره یوې پریکړې ته ورسيږي څو د افغانستان عایدات او اقتصاد له نور لویدلو څخه وژغوري».

ویل کیږي چې له یوې خوا د بهرنیو هېوادونو لخوا د مرستو بندیدل او کمېدل، په هېواد کې ټاکنیزو شخړو زیاتېدل او د بریالي اقتصادي پلان نه شتون د افغانستان اقتصاد لپاره چې له پخوا خورا له خپو غورځېدلی دی، یوه بله سره اشاره ده.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
abdullah
میلمه
abdullah

د ديارلس کلنې کفري غلامۍ همدا ثمره شوه ؟