افغانستاننظــر

د افغانستان په اړه د ګاونډیو او روسیې هېوادونو لخوا څلورمه ناسته

لیکوال: حسیب وردګ

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د بدلونونو وروسته د افغانستان په اړه د روسیې+د افغانستان ګاونډیان (ازبکستان، ایران، تاجیکستان، ترکمنستان، چین او پاکستان) یا په بله  اصطلاح (۶+۱)  څلورمه ناسته د هغو ناستو تسلسل دی چې د روسیې په ابتکار رامنځته شوی چې د هغې پخوا په پاکستان، تهران-ایران او چین کې ورته ناستې ترسره شوي دي.

یادې ناستې په افغانستان کې د منځته راغلی امنیت او فرصت، د تروریزم او نشه یي توکو پر وړاندې د مشترکې مبارزې، د سیمې د امنیت او اهمیت په هغې کې د افغانستان رول او د ګاونډیو هېوادونو + روسیې مسؤلیت ته پام ترسره کیږي. دوی پدې باور دي چې نه باید سیمه او افغانستان د بیا ځل لپاره د غربیانو د یرغل سبب وګرځي او په افغانستان کې د اوسني اقتصادي او بشري بحران څخه د راتلو لپاره ګاونډي هېوادونه +روسیه پدې ګډ درک رسیدلي چې د افغانستان امنیت، سیاسي او اقتصادی ټیکاو په ټوله سیمه مثبت اغېز شیندلی شي.

دوی پدې باور دي چې د ګډ ګواښ او ځینو امنیتي اندیښنو د رفع پخاطر د یو ګډ میکانیزم ، ګډ درک او د هغې سره ګډه مبارزه د دغو ناستو له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کیږي.

ولې دا ځل د افغانستان  اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي د روسیې او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په څلورمه ناسته کې ګډون د ځانګړي اهمیت او پاملرنې وړ ؤ؟

۱. له هغې را ورسته چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د افغانستان اسلامي امارت په ځینو مهمو مقاماتو د سفر بندیزونه وضع کړل دا لومړئ ځل دی چې د سفر بندیز د لنډ وخت لپاره رفع کېږي او د بهرنیو چارو محترم وزیر د افغانستان په اړه د ګاوندیو+روسیې هېوادونو لخوا په ترسره شوې ناسته کې ګډون او وینا کوي. مونږ د امنیت شورا لخوا د سفر د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کوو او پدې توګه نړیواله ټولنه، سیمه او ګاونډیان پدې درک رسیدلي دي چې د افغانستان په اړه هر ناسته او د هغې پریکړې د افغانستان د حضور پرته بې اغېزې، کم رنګه او بې اهمیته دي. له بله پلوه د ویلو ده چې په تېرو درې ورته ناستو کې افغان پلاوي ګډون نه وو کړی.

۲. له شک پرته د سفر د بندیز په لرې کولو کې د چین او روسیې (دواړه د امنیت شورا دایمي غړي) هڅې د ستایلو وړ دي او دوی دا درک کړي چې د افغانستان جیوپولتیک او جیو اکونومیک اهمیت او د حاکم نظام سره تعامل څومره د پام وړ دی او د افغانستان سره مثبت تعامل د دوی، سیمې او افغانستان د ګټو په غوړیدا کې مستقیم اغېز لرلی شي.

۳. د ورته درې تېرو شویو ناستو وروسته د دیپلوماسۍ دستګاه پدې وتوانیده او همدارنګه ګاونډیو او سیمې دا درک پیدا کړی چې د افغانستان د حضور پرته سیمه ییزې همکارۍ ناشونې دي او پدې ناسته کې د بهرنیو چارو محترم وزیر مولوي امیر خان متقي د یو سیال په توګه ګډون ترسره کړ.

۴. د ګاونډیانو او د سیمې هېوادونو دا درک د اهمیت وړ دی چې د هغه ګواښونو پر وړاندې مبارزه لکه داعش خوارج، نشه یي توکې او نور د امنیت ضد عناصر د افغانستان د حضور او همکارۍ پرته ناممکنه ده. او د یادو پدیدو پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان همکاري د چین، ایران، روسیې او نورو ګډونوالو په اعلامیو کې په واضح توګه یاده شوه. په دې برخه کې د افغانستان لپاره مثبت ټکي دا وو چې ا.ا.ا مخکې له مخکې د یادو پدیدو (لکه داعش فتنه ګرو خوارجو له منځه وړل د نشه یی توکو د کښت او خرڅلاو د منع فرمان) په اړه په جدي مبارزه بوخت دی او پدې اړه د پام وړ لاسته راوړنې هم لري چې د یادې ناستې لپاره د خاص اهمیت وړ دي او دا دافغانستان لخوا هغه کوټلي ګامونه دي چې د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د باور جوړونې او د ا.ا.ا لخوا هغې وعدو ته ژمن پاتې کېدل او پلي کېدل دي چې پخوا یې ترسره کړې وې. او پدې توګه د بهرنیو چارو محترم وزیر دوئ ته دا ډاډ ورکړ چې هغې اندیښنې چې ګاونډیان او سیمه ورته انديښمنه دي افغانستان یې په له منځه وړلو کې ژمن دی. په دې ناسته کې ښاغلي متقی صاحب د سیمې د ګډ امنیت، ثبات، اقتصادي ښېرازۍ لپاره د افغانستان ژمنیتا او د سیمې د ګډ برخلیک لپاره مشترکې او همغږې هڅې تر څو په سیمه کې د ثبات او امنیت رامنځته کیدو لپاره د نویو فرصتونو څخه ګټنه اخیستنه، د ګډو ګواښونو پر وړاندې مسئولانه مبارزه، افغانستان سیمې سره د نېږدې او همغږي تعامل ته لېوالتیا، په څو قطبی نړیوال نظم کې د آسیا اهمیت، د منځني، سویلي او لویدیځې آسیا لپاره د افغانستان جیوستراتیژیک اهمیت، په اقتصادي پیوستون، امنیت او اقتصاد-سوداګریز شریک په توګه محوري رول لوبول، افغانستان د منفي ټکرونو او رقابتونو له میدان په اقتصادي ډګر بدلول، د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د افغان حکومت مثبته اراده، په ټولو سیمه ییزو پروژو لکه ټرانس-افغان رېل پټلۍ، ټاپي، ټاپ، کاسا ۱۰۰۰ او نورو کې د افغانستان رول، د مشترک هدف لپاره په ننګونو او خنډونو د مشترکو هڅو او همغږۍ په پایله کې برلاسی، د افغانستان خاوره د هېڅ فرد او ډلې لخوا د بل کوم هېواد په خلاف کارولو ته نه اجازه هغه برجسته موارد ول چې ښاغلي متقي صاحب په خپله وینا کې ځای پر ځای کړي وو.

۵. په دې ناسته کې د تېر په څېر د چین بهرنۍ تګلاره د افغانستان او سیمې په اړه په مدون شکل وړاندې شوه چې په هغه کې د افغانستان خپلواکۍ، دیني او کلتوري ارزښتونو ته درناوی، په داخلي چارو کې نه لاسوهنه، او… تمرکز درلود.

۶. پدې ناسته کې ځینې کورنۍ دندې هم اسلامي امارت ته ور په یادې شوې چې هغه د تروریزم او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، ټول ګډونه حکومت جوړول ول، د نجونو د ښوونځیو او د ښځو د کار غوښتنې، شاملې وې. په دې اړه یا مونږ نه یو توانیدلي چې په اوسني حاکم ټیم کې چې ټول اقوام پکې شتون لري دوی ته قناعت ورکړو چې زمونږ حکومت ټول ګډونه دی او یا دوی د ټول ګډونه حکومت په اړه مختلف نظر درلودل چې پدې لړ کې د ټول ګډونه حکومت په اړه د دوی نظر ته تغییر ورکول زمونږ د اساسي دندو او کارخانګي څخه عبارت دي.

۷. ګاونډیانو او سیمې دا درک کړې چې سیمه ییزې همکارۍ لکه سیمه ییز پیوستون، سوداګري او ترانزیتي تعاملاتو غوړیدا د افغانستان د حضور، همکارۍ او تعامل پر ته ممکن ندي. او د سیمې هېوادونو دا ژمنې وکړې چې د افغانستان ټیکاو، پرمختګ، اقتصادي پیاوړتیا او بشري مرستې لپاره د افغانستان سره تعامل کوي.

۸. تر ټولو مهمه لاسته راوړنه دا هم کیدای شي چې بلاخره افغانستان ته د سیال هېواد په توګه کتل، د روسیې +د افغانستان ګاونډیانو په ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو محترم وزیر ګډون دا ثابتوي چې ګاونډي او سیمه مونږ ته د یو سیال پتوګه ګوري اوس اسلامي امارت د هغه حالت څخه راوتلی چې دولتونو به د سیال په توګه ورته نه کتل اوس ورته د سیال او مسؤل حکومت په توګه کتل لویه لاسته راوړنه ده. او د سیمې ګډ نظر او درک دا دی چې باید د افغانستان سره تعامل ترسره شي. د یو سیال په توګه پدې ناسته کې ګډون دا په ګوته کوي چې افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ په محراق تبدیلیدونکی دی او دا په ډاګه کوي چې ورو ورو به ان شاءالله د دولتونو سره رسمي تعامل ته لار پرانیزي.

۹. پدې ناسته کې د بهرنیو چارو محترم وزیر د حضور اهمیت پدې کې هم وو چې د دې ناستې په څنډه کې ښاغلي وزیر صاحب وکولای شول چې د ځینو مهمو ګاونډویو د بهرنیو چارو وزیرانو سره په هغه مهمو او دوه اړخیزه ذیعلاقه موضوعاتو هم لېدنې ترسره شوې چې ټوله برخه یې په اقتصادي همکاریو او دوه اړخیزه همکاریو په غوړیدا راڅرخیده او دا یو ښه فرصت وو چې افغانستان ترې ګټه واخیسته.

۱۰. په مجموعي توګه دغې ناستې دوه اړخه درلودل چې یو یې سیاسي وو په ناسته کې د افغانستان حضور او بل اړخ یې اقتصادي، سیمه ییزې همکارۍ د اتصال مرکز په توګه د افغانستان اهمیت وو. په افغانستان کې د شته امنیت په شتون کې د بل هر وخت په پرتله د سیمه ییز پیوستون غوره فرصت رامنځته شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx