افغانستان

له دې وروسته افغانستان ته یوازي له ۲۰۰۵ څخه پورته ماډل موټر واریدېدای شي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۲ل): له دې وروسته افغانستان ته یوازي له ۲۰۰۵ څخه پورته ماډل موټر واریدېدای شي.

له مالیه وزارت څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون په تائید او د کابینې په منظوري له دې وروسته هیوادوال کولای شي چې له ۲۰۰۵ ماډل څخه نیولې بیا تر وروستي ۲۰۲۳ ماډل موټرو پوري چې د افغانستان د ترافیکو سیستم سره مطابقت ولري، په قانوني ډول هیواد ته وارد کړي.

اعلامیه زیاتوي چې له ۲۰۰۵ ماډل څخه ښکته ( ۲۰۰۴،۲۰۰۳،۲۰۰۲) موټرو ته په هیڅ ډول د واردولو اجازه نه ورکول کیږي.

د یادولو ده چې تر دې وړاندي یوازي د وروستي لسو کلونو (۲۰۱۴،۲۰۲۳) ماډل موټرو ته هیواد ته د واردولو اجازه ورکول کېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx