نظــر

ای مبارکې روژې!

حسان مجاهد

مبارکې روژې! ته په موږ ګنهګارانو باندي د رب له لوري یوه ستره پیرزوینه وې، دا ستا برکت و چې له موږ څخه زموږ سخت دښمنان په ځنځيرونو تړل شوي وو، د جنتونو ددروازې خلاصې او ددوزخونو دروازې بندې وې، د نفلو ثواب د فرضو او دفرضو ثواب په اويا چنده وو، په تا کې هره شپه په لکونو ګنهګاران له جهنم څخه آزاديدل او په تا کې يوه شپه(ليلة القدر) تر زرو میاشتو غوره وه، په تا کې زموږ ستر لارښود(قرآنکریم) نازل شوی وو، ستا ورځ روژه او خیراتونه وو او ستا شپه تراويح، قرآن او نفلونه وو، خلاصه دا چې ستا په برکت موږ له ګناهونو څخه پاک او رب تعالی ته نږدې شو.
مبارکې روژې! اوس ستا دکوچیدو وخت رانږدې شوی ده، خو ستا له کوچیدو سره به زموږ په ژوند کې ډېر بدلون رامنځته شي؛ سرکشه نفسونه او لعين شيطانان به يولس میاشتې په موږ بازۍ کوي، د ګناهونو درياب به بیا په موجونو پیل وکړي، د صدقو دسترخوانونه به ټول شي، د سخا او همدردۍ لاسونه به را بند شي، د روژه ماتي لوښي به ټول شي او دپیشلمي څراغونه به مړه شي، په عبادت ودان مسجدونه به له عبادته بې برخي شي، په عبادت روڼې شپې به په خوبونو تیاره شي، په روژه روښانه ورځې به په لهولعب تاريکه شي، د رحمت وريځې به ټولې شي، د غفلت سيلۍ به را ورسيږي، د الله تعالی له ډاره اوښلنې سترګې او په ذکر لمدې ژبې به وچې شي، مسجدونو ته ګړندي ګامونه به درانه شي، قرآنونه به قلف او له غباره ډک شي، زنګ وهليو زړونو ته به بیا د وحشت او قساوت څپې داخلې شي او بیا به هغه تقوا او خشوع نه لیدل کېږي چې په تا کې وه.
مبارکې روژې! موږ د څوارلسمې پيړۍ مسلمانانو ستا قدر نه وکړ، په ښه توګه مو ونه پاللې او له موږ څخه خفه روانه يې. موږ لاس په دعا يو چې رب تعالی دي له موږ قبوله کړه او په قيامت کې زموږ شفیعه وګرځې. ستا فراق زموږ زړونه دردوي او ستا بیا راتګ ته ډېر ليواله یو؛ ځکه موږ نه یو خبر چې ستا په بیا راتګ سره به موږ ژوندي يو او که تر تورو خاورو لاندې؟! موږ وبښه په مخه دي ښه شه!
په ژړا ورکړئ رمضان ته رخصتونه
بل کال چي راځي، په ډيرو جوړ به وي قبرونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx