افغانستان

روژې او کوچني اختر په مناسبت۲۴۶۰بندیان آزاد او۴۷۱ته یې دبندموده تخفیف شوه

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۲ل): د روژې او کوچني اختر په مناسبت ۲۴۶۰ بندیان آزاد او ۴۷۱ ته یې د بند موده تخفیف شوه.

د هیواد له ستري محکمې څخه په نشر شوې اعلامیه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د مشرتابه مقام او ریاست الوزرا مقام د هدایت په اساس د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات په حکم د هیواد په کچه له زندانونو څخه (۲۴۶۰) هغه بندیان چې د عفوي مستحق وه خوشي شول او (۴۷۱) نور بندیان چې د تخفیف وړ وه د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.

اعلامیه کې ویل شوي چې د سترې محکمې د عالي شورا د تصویب نمبر ۳۵ مورخ ۱۴۴۴/۹/۶ هـ ق د دوهمي پرېکړي په اساس د هیواد په سطحه د بې سرنوشته او عفوي مستحق بندیان د معلومولو لپاره بېلابېل پلاوي جوړ شوي وه چې د یادو پلاوو تر هر اړخیزي هیئتي وروسته د پورته ذکر شوو بندیانو د خوشي کیدو او د یو شمېر نورو زندانیانو د بند په موده کې د تخفیف پرېکړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx