
د کوچني اختر د رخصتۍ او د روژې له میاشتي وروسته د حکومت کاري مهال وېش
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۲ل):د کوچني اختر د رخصتۍ او د روژې له میاشتي وروسته د حکومت کاري مهال وېش.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرتیا کې راغلي چې د ا.ا.ا. د ذیصلاح مراجعو په وسیله د شوال المکرم میاشتي په تثبیت سره د اسلامي امارت د ۱۴۴۴ کال د کلیزي په بنسټ د شوال المکرم له لومړۍ نېټې څخه تر دریمي نېټې پوري په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.
خبرتیا زیاتوي چې د روژې مبارکي میاشتي له پای ته رسېدو وروسته د شمسي کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د کارکوونکو کاري مهال وېش؛ له شنبې څخه تر چهارشنبې پوري د کار پیل د سهار ۸ بجې او د کار پای د مازدیګر ۴ بجې او د غرمې له ۱ بجې څخه تر ۲ بجو پوري د ماسپښین لمونځ او غرمې ډوډۍ وقفې په پام کې نیول شوی.
همدارنګه د پنجشنبې په ورځو کې د کار پیل سهار ۸ بجې او د کار پای ماسپښین ۱ بجه بې له وقفې څخه اټکل شوی دی.