افغانستان

ایران: امریکا به ډېر ژر د افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د ایران جګپوړي چارواکی علي اکبر ولایتي ویلي چې امریکا به په نیږدې راتلونکي کې خپل ټول ځواکونه د افغانستان څخه وباسي او زیاته کړې يې ده چې افغانان هم نور په خپل هیواد کې بهرني پوځونه نه غواړي.

علي اکبر ولایتي وویل: د امریکايي پوځ د وتلو وروستۍ نېټه نوره را رسیدلې، ځکه چې امریکایان اوس په دې قانع شوي چې افغان یو داسې قوم دی چې خپل په هیواد کې بهرني ځواکونه نه شي زغملی، او نه هم دا زغملی شي چې بهرني ځواکونه او هیوادونه دې د هغوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

علي اکبر ولایتي د ایران د اسلامي انقلاب د مشر ایات الله علي خامنئي مشر مشاور دی، نوموړي دا خبرې د افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي یان کوبیش سره تر ملاقات وروسته وکړې.

علي اکبر ولایتي په عین وخت کې د یوه څړنیز او استراتیژیک مرکز مشر هم دی، نوموړي د یان کوبیش په حواله وویل چې زه اوس نور هم په دې قانع شوی یم چې امریکایان به ډیر ژر د افغانستان څخه خپل پوځونه په بشپړه توګه وباسي.

د ایراني تلویزون (پریس) د خبر سره سم ولایتي وویل: د هغه خبرې سره سم چې ماته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وکړه، امریکایان اوس فکر کوي چې باید په افغانستان کې پوځي اډې جوړي نه کړي او غواړې چې د افغانستان څخه خپل پوځونه ژر تر ژره وباسي.

امریکا او د هغوی اتحادي غربي ځواکونو په کال ۲۰۰۱ کې په افغانستان یرغل وکړ او په دغه هیواد کې د طالبانو اسلامي نظام یې ړنګ کړ. له هغه وروسته په تیرو ۱۳ کلونو کې بیا هم نه دي توانیدلې چې دغه هیواد کې امنیت راولي او په افغانستان کې تر یو لک زیاتو بهرنیو عسکرو په ساتلو سره هم ونه توانیدل چې هغه وعدې پوره کړې چې د افغان ولس سره یې کړې وې.

د روان کال په پيل کې د امریکا ولسمشر باراک اوباما اعلان وکړ چې دوی به د کال ۲۰۱۴ تر پایه خپل د پوځ زیاته برخه وباسي، او یوازي ۹۸۰۰ عسکر به په افغانستان کې پریږدي، او په کال ۲۰۱۵ کې به دغه عدد نور هم کم کړي، تر څو په کال ۲۰۱۶ کې یوازي د سفارت په کچه امریکایان په افغانستان کې پریږدي.

ددې خبرو تر څنګ د ایران جګپوړي چارواکي وویل چې دوی په افغانستان کې د دیموکراسي پلوي کوي، او د روان کړکیچن انتخاباتي ګټونکي نوماند سره به خپلې مرستې روانې وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x