افغانستان

په ټول هیواد کې د خوښیو مناسبتونو کې هوایي ډزي ممنوع اعلان شوې

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۳۰وری، ۱۴۰۲ل): په ټول هیواد کې د خوښیو مناسبتونو کې هوایي ډزي ممنوع اعلان شوې.

د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا له عالي مقام څخه په نشر شوي حکم کې راغلي چې ټولو هیوادوالو ته په ځانګړې توګه امنیتي ارګانونو، د عامه ساتني منسوبینو او د شخصي سکتور محافظینو ته خبر ورکول کیږي چې د خوښیو د بېلابېلو مناسبتونو د نمانځني په پلمه هوایي ډزي د بیت المال ضیاع، د شخصي اموالو اسراف او د ولس د نا آرامي او حتی د ځاني تلفاتو لامل ګرځي، بناءً جدي حکم کیږي چې هوایي ډزي ممنوع دي.

حکم کې راغلي چې که په راتلونکي کې څوک له دې حکم څخه سرغړونه وکړي امنیتي ارګانونه مکلف دي چې متخلفین فوراً بندیان او بې وسلي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx