افغانستان

د کور او ښار جوړولو وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، ۲۹ وری، ۱۴۰۲ل): د کور او ښار جوړولو وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت مسؤلینو د کلني راپور وړاندي کولو په مهال ویلي چې یاد وزارت تېر کال ۵۳۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي چې له ټاکل شوي هدف څخه ۸۷.۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دې وزارت مسؤلین همداراز زیاتوي چې یاد وزارت د ۱۴ ولایتونو لپاره ۱۷ ښاري پلانونه ترتیب، مرکز او ولایتونو ته د ۲۰۰ تفصیلي، استراتیژیک او ماسټر پلانونو لېږد، د ۱۰۰۰ انجنیري او مهندسي نقشو چاپ او د هرات، کندهار او خوست لپاره د ښاري استراتیژیک پلانونو بیا کتنه په ۱۴۰۱ کال کې د وزارت له مهمو کړنو څخه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx