افغانستان

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، ۳۰ وری، ۱۴۰۲ل): د پاکستان شارژدافیر د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره پاکستان هیواد شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر په پیل کې پاکستاني دیپلومات ته د ښه راغلاست ویلو سربېره هیله څرګنده کړه چې د ده بیرته راتګ به د دواړو هیوادونو په ډیپلوماتیکو اړیکو ښه اغیز ولري او زیاته کړې یې ده چې په کراچۍ کې د ډېری افغان بندیانو خوشي کیدل یو ښه ګام دی او غوښتنه یې وکړه چې پاته نور بندیان هم له اختر مخکي آزاد شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزیر عبیدالرحمن نظاماني وهڅاوه چې د ویزو د ورکړي بهیر کې شفافیت رامنځته کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې عبیدالرحمن نظاماني هیله څرګنده کړه چې بیرته ستنیدو سره به یې د دواړو هیوادونو اړیکو کې ښه والی راشي او زیاته کړې یې ده چې سفارت به یې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سره په ګډه د ویزو د تسهیل په یوه میکانیزم کار وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx