نړۍ

ْنواز شریف ته ۴۸ ساعته ضرب الاجل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان لومړي وزیر نوازشریف ته ګواښ کړی که له دندې استعفا ورنه کړي دوی به د مارش لوری د لومړي وزیر کور په لور روان کړي. په عین حال کې د عوامي تحریک مشر او صوفي ملا طاهرالقادري حکومت ته د استعفا لپاره ۴۸ ساعته ضرب الاجل ټاکلی.

د شنبې په ورځ عمران خان د «خپلواکۍ مارش» پیل د اسلام اباد په ابپاره سیمه کې وکړ، نوموړي خپلو ملاتړو ته په خبرو کې وویل چې د یکشنبې ورځ د پریکړې ورځ ده او «پایلوبه ماسپښین ۳ بجې پیلیږي».

عمران خان زیاته کړې چې دی ډیر په مینه نواز شریف ته وایي چې له دندې استعفا ورکړي کنه سونامي د لومړي وزیر کور ته هم راتللی شي.

«نواز شریفه، زموږ خبره ومنه، کنه سبا بیا موږ نور هم مخکې ځو».

عمران خان ګواښ وکړ که لومړي وزیر استعفا ورنه کړه نو ولس د «ریډ زون» سیمه کې د لومړي وزیر کور او پارلمان ته هم رسېدلای شي.

۴۸ ساعته ضرب الاجل

بل پلو په اسلام اباد کې کانډا مېشتي صوفي ملا طاهر القادري د «انقلاب» راوستلو لپاره حکومت ته ضرب الاجل ټاکل دی.

د شنبې په شپه نوموړي خپلو مریدانو ته په خبرو کې وویل چې دی نواز شریف ته ۴۸ ساعته وخت ورکوي څو د دوی غوښتنې پوره کړي.

قادري غواړي چې لومړی وزیر نواز شریف او د پنجاب اعلی وزیر شهباز شریف دې استعفا ورکړي، ملي او ولایتي شورا ګانې دې ړنګې شي.

د حالاتو تر څارنې وروسته به د خبرو اترو پریکړه کیږي

د پاکستان مسلم لیګ (نواز) ګوند یو مشرا ډان نیوز ته ویلي چې په خپله لومړی وزیر په انقلاب او خپلواکۍ مارشونو څاري خو نوموړی د عمران خان او قادري سره د اړیکو نیولو لپاره په عجله کې نه دی.

نواز شریف وايي چې د خبرو اترو پریکړه به د دوشنبې په سهار د لاریونونو تر کتنې وروسته کوي.

نواز شریف وايي چې عمران خان دې د څو سوو کسانو لپاره د ټول ولس رايې په اوبو نه وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x