افغانستان

افغانستان د سرطان ناروغۍ نړیوال کنوانسیون غړیتوب بیرته ترلاسه کړ

نن ټکی اسیا ( پنجنشبه، ۳۱وری، ۱۴۰۲ل): افغانستان د سرطان ناروغۍ نړیوال کنوانسیون غړیتوب بیرته ترلاسه کړ.

د ا.ا.ا. د عامه روغتیا وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت اړوند د معالجوي طب عمومي ریاست رهبري او د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د هڅو په پایله کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام اوس د سرطان د کنټرول نړیوال کنوانسیون بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا کنوانسیون چې مرکز یې د سویس په جینوا کې موقعیت لري د سرطاني ناروغیو د کنټرول تر ټولو پخوانی نړیوال کنوانسیون دی او دا کنوانسیون به په بېلابېلو برخو کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام لکه ( د سرطان کنټرول لپاره حق غوښتنه، د ملي او نړیوالو ستراتېژیو سره سم د سرطان کنټرول لپاره د ستراتېژیو او پالیسیو په پراختیا او جوړونه کې همکاري، د سرطان د پېښو د کموالي لپاره د ټولنې په کچه د وقایوي ستراتېژیو پراختیا، د سرطان د پېښو ژر تشخیص، د سرطان د تشخیص او درملني معیاري کول، حمایوي درملنه، د سرطان د دقیقو ارقامو راټولول او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو) په برخه کې همکاري وکړي.

د یادولو ده چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام په تېر حکومت کې د دغه کنوانسیون غړیتوب درلود، خو د سیاسي تحولاتو او د حکومت د بدلون له امله د سرطان د کنټرول ملي پروګرام دغه کنوانسیون په تور لېست کې شامل شو او د دې کنوانسیون غړیتوب یې له لاسه ورکړی وه چې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام د مسؤلینو په هڅو سره یاد ملي پروګرام له تور لېست څخه ووت او د ۲۰۲۳ کال لپاره د دې کنوانسیون بشپړ غړیتوب یې ترلاسه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx