نظــر

له تدریس سره مخه ښه….!

مهاجرفراهي

١٣٨١/ لمریز کال

کابو شل کاله وړاندي مي له دې دوو خټېنو کوډلو چې دهر یوې عرض او طول درې درې میتره وو، او ددې دوه لوېشتې میز سربېره د تدریس چارې پیل کړي.
د فنونو، لویې او وړې دورې کتابونه مي درسول، مېشت طالبان مي ١٨/ ته ورسېدل.
د سهار پر درو او څلورو بجو درسونو ته کښېنستلم او ټول سبقونه مي ویل. یو وخت مو محاسبه وکړه په ټول کال کې مي یوه غیر حاضرې نلرل.
د باندي مي د انګلیسې کورس هلوکانو ته شروع کړ، ورځ تر بلې د هیواد وضعیت تغېر کاوه، تردې حده خبره ورسېده چې دوه ګرنېډان (نارنجکان) به د کتاب څنګته راسره اېښي وه، نور هم وضعیت د ترینګلتیا لور ته روان وو.
د مسجد سره جوخت رود او ځنګل وو چې پر وهلو مو بندیز عملي کړ، نو کله ناکله مو تر غزو لاندي سبقونو ویل او د شپې خوب مو هم کورته نشو کولای همدلته به ځنګله کې وو.
له دې خټېنې جونګړي مو خپل تدریسې او جهادي فعالیت روان وساتی.
چاپه راغله ١٨/ کلیوال او ٥ طالبان یې را بندیان کړل نوره ګوزاره سخته شوه امامت مو پرېښود او ګرځنده ژوند مو غوره کړ.
که څه هم د کلي ملا امام وم د جنازې او فاتحې پابندي مي نه ده ورته کړي تنها کار چې ما خپله ذمه او اساسي دنده ګڼل د ماشومانو نجونو او هلوکانو تربیه او روزنه وه.
دادی شل کال وروسته یوځل بیا دې جونګړي ته د ننه شوم، مېز ته کښېناستلم، په ذهن او روان کې مي یو جهان خاطرې تاو بالا سوې.
هغه لذت چې ما دلته په دې درسونو او ساده ژوند کې څکلی وو، په هیڅ منصب، څوکۍ، روپو، ښکلو محلو، بارډېګارډانو او ذرې موټرو کې مي و نه موند.
خدای دي دا وطن راته روغ کړې او د کار خلک دي ډېر شي چې موږ خپل اصلې مسلک ته بیرته راوګرځو.
یوه یادونه څنګته ناست سپین پګړی ځوان مي شاګرد او دسختو ورځو یار دی چې همدلته د امامت چارې مخته وړي او تر ډېره یې زما کړنلاره روانه ساتلې. دویم سید هاشم اغا ددې حجرې طالب العلم چې د هغو پنځو طالبانو یو دی چې ٥ کاله یې په پلچرخې زندان کې تېر کړل.

*شیرین عمر چې تیریږي درېغه ! درېغه !*
*د اوبو په شان بهیږي درېغه ! درېغه !*

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx