
د اسلامي امارت رسميت پېژندنې په اړه د ملګرو ملتونو هڅې
حمزه حسيني
پر افغانستان د اسلامي امارت تر بيا واکمنېدو کابو دوه کاله پوره کيږي، خو تر اوسه د کوم هيواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی، که څه هم اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ټول شرائط پوره او بشپړ کړي دي، خو بيا هم د نړيوالو له لوري د رسميت پېژندنې لپاره کار نه دی شوی، په اوس وخت کې نړيوالو ته په کار ده چې د اسلامي امارت رسميت پېژندنې په اړه مثبت تصميم ونيسي، تر څو د افغانستان مظلوم ولس نور د فقر او بې وزلۍ څخه خلاص شي، همدې موخې ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت لوړ رتبه مشرانو هڅې پيل کړي تر څو نړۍ دېته قانع کړي چې د افغانستان په څېر جګړه ځپلی هيواد په رسميت وپېژنې، ځکه اوسمهال افغانستان له سرتاسري امنيت څخه برخمن دی، که په رسميت وپېژندل شي، دا به نه يوازې د افغانستان، بلکې د ګاونډيو هيوادونو او په مجموع کې د نړۍ لپاره مثبت اغېز ولري.
د اسلامي امارت مشرانو د رسميت پېژندنې په اړه د نړۍ له مختلفو مشرانو او پلاوو سره کتلي، څو ورځې وړاندې د رياست الوزراء سياسي مرستيال له روسيې څخه د روسيې د جوماتونو بين المللي مسئول، د مسکو ښار د صبور جومات عمومي امام (مولوي الشيخ زاليخايوف احمد مګميدوويچ) په مشرۍ د مسلمانانو په استازيتوب راغلي پلاوي سره کتلي و، په ياده کتنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د رسميت پېژندنې په اړه هم بحث شوی و، د رياست الوزراء سياسي مرستيال له روسيې څخه راغلي پلاوي ته په خپلو خبرو کې ويلي و، چې روسيه دې يوازې په سفارتي اړيکو بسنه نه کوي، بلکې دغه هيواد دې له خپلو ملګرو هيوادونو سره يو ځای اسلامي امارت په رسميت وپېژنې او له راغلي پلاوي يې هيله څرګنده کړه، تر څو د ياد پلاوي راتګ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لامل هم شي او دغه پلاوی دې روسيې او نړۍ ته د افغانستان مثبت انځور له ځان سره يوسي.
تېره اونۍ د ازبيکستان په سمرقند کې بيا د افغانستان د ګاونديو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په تړاو غونډه جوړه کړې وه، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي هم په کې ګډون کړی و، د يادې غونډې په څنډو کې هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د يو شمېر هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو سره د افغانستان په تړاو جلا جلا بحثونه کړي وو، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سمرقند غونډه د افغانستان لپاره له لاسته راوړنو ډکه بللې وه، خو دا چې ايا په ياده غونډه کې هم د رسميت پېژندنې په هکله خبرې شوې دي او که نه، د رسنيو له لوري څه نه دي ويل شوي.
تېر ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د مرغومي مياشتې په ۲۹ نېټه د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې امينه محمد افغانستان کې د ښځو د تحصيل او کار په تړاو کابل ته سفر کړی و، په دغه سفر کې اغلې امينه محمد د اسلامي امارت له يو شمېر مشرانو سره ليدنې هم کړې وې، اغلې امينې ددغو لیدنو په لړ کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو له وزير مولوي امير خان متقي سره هم ليدلي و، په ياده ليدنه کې د بهرنيو چارو وزير اغلې ته په وينا کې ويلي و، چې د نړيوالو له لوري د اسلامي امارت په رسميت نه پېژندلو، د اسلامي امارت پر يو شمېر مشرانو د سفر بنديزونو او بانکي محدوديتونو اسلامي امارت او افغانان له جدي ستونزو سره مخ کړي دي، امير خان متقي له اغلې امينه محمد څخه د يادو ستونزو د هواري غوښتنه کړې وه، امينه محمد کابل ته تر سفر کولو د مخه له ترکي، قطري او پاکستاني چارواکو سره هم د افغانستان په اړه غږېدلې وه، چې جزئيات يې هغه مهال رسنيز شوي وو.
اوس به راشو اوسنۍ موضوع ته چې زما په څېر د ډېرو هيوادوالو هيلي يې راټوکولي دي، هغه دا چې د رسنيو له لارې تېره ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې اغلې امينه محمد په حواله داسې راپورونه ورکړل شول، چې ښايي د روان ميلادي کال په راتلونکې مياشت کې به د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په موخه په قطر کې نړيواله غونډه جوړه شي، اغلې امينې ويلي، چې په دې ممکنه ناسته کې به د ټولو هيوادونو ځانګړي استازي ګډون ولري او د افغانستان سرپرست حکومت د رسميت پېژندلو په تړاو به سلا مشورې وشي، امينې محمد ويلي، د افغانستان سرپرست حکومت په رسميت پېژندل غواړي او په دې ناسته کې به پرې غور وشي، تر دې خبر وروسته د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په خپل ټويټر ليکلي، چې ښايي دغه ناسته به د راتلونکې مئ مياشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو ګوتريش په مشرۍ جوړه شي.
زلمی خليلزاد زياتوي، چې په دې مهمه ناسته کې به د افغانستان په هکله پر څلورو موضوعاتو بحث کيږي، لومړی دا چې د ګډ هدف په موخه په بشپړه توګه د دوحې تړون عملي کول، دويم دا چې د افغانستان اوسنيو حالاتو ته په کتو سره د ياد تړون د تطبيق لپاره يوه طرحه جوړول، دريم دا چې ددې طرحې د لا بهبود په موخه د ملګرو ملتونو عمومي منشي او د هيوادونو استازي له اسلامي امارت سره د خبرو لپاره يوه غونډه تر سره کول، څلورم دا چې له دې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو د سرمنشي له لوري د یو شخصي استازي ټاکل تر څو له افغانانو او د نړيوالې ټولنې له ذيربطو نهادونو سره يو ځای د يادې طرحې د پرمختګ او تطبيق په برخه کې کار وکړي، زلمی خليلزاد وايي، چې د دوحې تړون په هکله د اسلامي امارت مشران همنظره دي او د ملګرو ملتونو امنيت شورا هم ياد تړون د يو مهم ګام په توګه تصويب کړی دی.
په نړيواله کچه د افغانستان په تړاو د يوې مهمې غونډې جوړېدل د افغانانو له لوري ستايل شوې او د ستاينې وړ ده، ځکه په دې ټول قانع دي چې جګړه د حل لار نه ده او په افغانستان کې اوسمهال يو مثالي امنيت راغلی دی، چې دا د ټولې نړۍ په خير ده، په ځانګړي ډول افغانان د همداسې يوې ورځې په تمه دي، زما په اند که افغانستان په رسميت وپېژندل شي نو ټولو افغانانو ته زېری ورکوم چې شته نظام به په نږدې راتلونکي کې افغانستان د اقتصاد له پلوه په خپلو پښو ودروي او ان شآء الله نور به د پرديو هيوادونو له مرستو بې غمه شو، راځئ له همدې طلايي چانس څخه په استفادې د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره په عامه توګه کمپاين وکړو، په دې ستر کار سره به مو له يوې خوا دغې مهمې موضوع ته کار کړی وي او له بلې خوا به مو خپل مسئوليت اداء کړی وي، په همدې هيله.