نظــر

‏د دوحې له غونډې توقعات…!

خالق یار احمدزی
ټاکل شوې ده چې د راتلونکې میلادي میاشتې په لومړیو کې د قطر پلازمینه دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشري د ځینو هیوادونو یوه ناسته راوبلل شي او له نوي افغان حکومت سره پر دیپلوماتیکو، سیاسي او اقتصادي اړیکو له سره کتنه وکړي او بیا په آخر کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړي.
دا چې دغه ناسته ولې په دې حساس وخت کې رابلل کیږي، هیلې او توقعات ترې څه دي او پایلې یې څه کیدلای شي، دلته به یې په څو کرښو کې څرګند کړو.

دغه ناسته داسې مهال رابلل کیږي، چې لویدیځ بلاګ د اوکراین په بحران کې ښکیل ده او له روسیې سره سره د زړه زور وهي، څو یې په دغه ایستل شوې کنده کې هم اقتصادي بیخ وباسي او هم یې نړیوال سیاسي حیثیت خونخوار ثابت کړي؛ چې تر ډیره امریکا+ناټو توانیدلي دغه توازن د مساوات تر کچې ورسوي او روسیه د نسبي بریا تر څنګ په ستره ماته هم باوري کړي.
بلخوا له چین سره هم د اوبو خړولو معامله روانه ده او په یوه ډول هڅه کیږي، چې په تایوان کې کندل شوي کوهي ته ورټیل وهل شي او د مخ پر ودې اقتصادي خوځښت مخه یې ډب شي.

آخوا بیا روسیه او امریکا په سوډان کې سره ښکر په ښکر دي او د هغه هیواد مشر او معاون سرناخلاصه لښکرو یې، د نورو د ګټو لپاره، خپل لوی باثباته هیواد د هلاکت کندې ته نږدې کړی دی.

داچې په دغه وخت کې د افغانستان موضوع مهمه شوه، نو ښایي لامل یې دا وي، چې امریکا+متحدین یې او +ټول کفري هیوادونه،د نړۍ په کچه د یوه داسې هیواد پر سره باید یوه جوړجاړي ته ورسیږي، چې د نظام بڼه یې کاملاً اسلامي ده او نړیوال اسلوب او کړنلارې هم له اسلامي آیینې ګوري، د عقیدوي، کلتوري او عنعنوي غلبیل څخه هر څه باسي او تر اوسه د هیچا هیڅ راز ننګونکو فشارونو ته د تسلیمي مخینه/تجربه نه لري.
نړیوالو دوه کاله پرلپسې د دیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو په مټ او ۲۰ کاله یې د پوځي فشارونو له آدرسه هڅه وکړه، چې ا. ا. ا په نوم خوځښت د خپلو فرمایشاتو منلو ته اړباسي، خو ونه توانیدل.

اوس ښایي له دریمې لارې تعامل ته د وړاندې کیدو هڅه وي، څو په جمعي توګه امارت ته د ځینو شرایطو په منلو سره په سیاسي او اقتصادي ډګر کې امتیازات وړاندې کړي.

دا چې تر دې مهاله سیاسي ډګر له ټولو ننګونو سربیره ښې لاسته راوړنې لري، په ګڼو هیوادونو کې یې دیپلوماتیکې نمایندګۍ فعاله کړې او هغوی یې هم تعامل ته هڅولي، چې تر برونه یې په غیږ کې امارتی مخالفین چاغیدل؛ دا ټول دا وانمود کوي، چې دا غونډه د امارت د مشرانو د رغنده، مثبتو او مبتکرو ګامونو په بایله کې جوړیږي.

باید ووایو چې نړۍ او د ترهګرو هیوادونو سرلارې (امریکا) اوس په هغه وضعیت کې نه ده، چې د افغانستان فعلي نظام وننګوي، ځکه دوی ټول افشنونه کارولي او اوس اړ دي چې د تعامل آفشن باندې هم تجربوي اقدام وکړي.

د امارت پالیسي هم د نه مداخلې پر اساس ده، نه د چا په امور کې دخالت غواړي او نه هم خپلو کورنیو چارو کې چاته د لاسوهنې اجازه ورکوي، چې دا هم دوی د یوه مصالحت آمیزه سیاسي اقدام اخیستو ته راننګوي.

که احیاناً دا غونده ظاهراً داسې اعلامیه صادره کړي، چې په کې امارت ته د خبرداري زنګوله وهل شوې وي، بیا هم نړیواله ټولنه نه شي کولای، هغه ګام واخلي چې پرون یې په بُن کې پریکړه وکړه؛ ځکه په کور دننه د امارت مخالفین هم هغه کسان دي، چې ظاهر او باطن یې امریکایي لابراتوارونو کې ټولو ته څرګند شوی او دا معلومه شوې چې دوی په خاوره، ناموس او بل هر عزت باندې له هر امتیاز ورکونکي سره هر وخت معاملې ته تیار دي.
نو دغسې یوه لوري باندې نه امریکا نه یې متحدین او نه هم بل کوم لوری باور کوي.

نن نړۍ د خپلو ګټو په چوکاټ کې پالیسي جوړوي، له امارت سره به مذاکراتو کې هم د سیاسي او اقتصادي موضوعاتو سره د میرمنو موضوع نه ګډوي، ځکه امارت په وار وار ویلي چې دا یې داخلي موضوع ده، نو امریکا+متحدین یې هم تجربو ته په کتو سره نه غواړي، بیا ځلې له امارت سره په دغه موضوع کې یوځل بیا تقابلي سیاست غوره کړي.

په سیمه کې ګاونډيان او نور هیوادونه هم د یوه تجارتي څلوري لاري په توګه افغانستان ته اړتیا لري او هم نړیوال یوه دیپلوماتیک تعامل ته را وړاندې شي، څو د بندیز، ګواښ او خبرداري ژبې د کارولو پر ځای؛ د متوازنو دوستانه اړیکو څپرکي پرانیستل شي.
په بای کې؛ که مونږ پر خپل مشرتابه باور وکړو، په نیکو دعاګانو کې یې یاد او سالمې مشورې ورسره شریکې کړو؛ لرې نه ده، چې د پرون په څیر به، نن دیپلوماتیک ډګر هم په خپله ګټه راڅرخوو..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx