جرمني د کیري او کلنټن جاسوسي کړې

نن ټکی اسیا (زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل): د جرمني څخه خپریدونکې درشپيګل جریدې د جرمني په څارګرو ادارو تور لګولی چې د امریکا سناتورې هېلري کلنټن او د بهرنیو چارو وزیر جان کیري جاسوسي یې کړې.

در شپیګل لیکلي چې د جرمني څارګرې ادارې په ۲۰۱۳ز کال د جان کیري یو تلیفون ثبت کړی دی. همدا راز د جرمني یوې ورځپاڼې ذوټوچی زیټنګ لیکلي چې جرمني همدا راز د هیلري کلنټن جاسوسي هم کړې.

د امریکايي جاسوس ایډورډ سنوډن له خوا د پټو معلوماتو تر خپریدو وروسته جرمني په رسمي ډول توند غبرګون ښوولی و. په دغو پټو اسنادو کې یو هم د امریکا څارګرې ادارې لخوا د جرمنۍ لومړۍ وزیرې اینګلا میرکل د جاسوسۍ ثبوتونه وه.

د المان حکومت ویلي چې د تلیفون ثبتول یوه تېروتنه وه چې له دوی شوې.

که دغه تورونه ثابت شي نو د امریکا او المان تر منځ چې له پخوا یې اړیکې خړې شوي، اړیکې نورې هم خرابې شوي.

هغه مهال چې د سنوډن لخوا پټ معلومات افشا شول، د جرمني حکومت په جرمني کې د امریکا د څارګرې ادارې مشر وویستلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د