نظــر

د رسنیو په هکله څو سپینې خبرې

خالق یار احمدزی

 

کله چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې، نړیوالو اشغالګرو قوتونو د امریکا په مشري پر افغانستان یرغل وکړ او ددغه هیواد جغرافیه او وګړی یې یرغمل ونیول.
نو د خپلو مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره یې له مختلفو لارو کار واخیست، چې فزیکي جګړه کې یې له پرمختللو وسایلو او په فکري او فرهنګي ډګر کې یې د خپلو مرتزقه فکري ملګرو په مټ، پر رسنیز ډګر تمرکز وکړ.
لویدیځو سفارتونو او نورو نړیوالو مؤسساتو په سلګونو صوتي، انځوریزې او چاپي رسنۍ ایجاد کړې او د افغان ملت د فکري اختناق په موخه یې پرې سلګونه میلیون ډالر ولګول.

د مالوماتو له مخې، افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې ۳۵۷۸ رسنیز بنسټونه ثبت شوی وه، چې له ډلې یې ۹۷۲ تصویري او غږیزې رسنۍ، ۹۳۷ فرهنګي بنسټونه او ۱۶۶۰ چاپي رسنۍ لکه ورځپاڼې، مجلې، کتابي خپرونې او…. شامل وه.
له خبریالانو د ملاتړ ادارې په وینا، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵ پورې افغانستان ۵۴۷ غږیزې، چاپي او انځوریز رسنۍ درلودې، خو د بهرنیو تمویلګرو له وتلو وروسته یې تر ۲۳۱ پورې تړل شوې او د فعالو شمیر یې نږدې نیمایي پورې رسیدلی دی..

یادو رسنیو ته شاوخوا ۱۱۸۵۷ کسانو، چې تر ۳ زرو پورې یې میرمنې وې، د خبریالانو په نوم ثبت شوي وه، چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته یې تر نیمایي زیات بیرته همغو هیوادونو له ځانه سره و ایستل، چې تر پرونه یې سپانسر مخته ووړ.

که څه هم دې خلکو په فکري او فرهنګي جګړه کې هغه جرایم ترسره کړي وه، چې ښایي د بهرنیو ځواکونو یوه افغان ساتونکي عسکر نه وي کړي؛ خو بیا هم هیڅ ډول محاسبه ور سره ونه شوه.

دوی که څه هم د پردي فکر، فرهنګ او کلتور به واردولو کې افغان عنعنات، کلیوالي جوړښتونه او عقیدوي اساسات تر برید لاندې نیولي وه او ملت یې له رسۍ/زولنو پرته نړیوالو ته تړلی وه، خو بیا هم اسلامي امارت له دوی څخه د دې ستر جرم کسات وانخیست؛ بلکې دوی یې هم د نورو غلیمانو په لیست کې وبښل او لا یې ورڅخه ملاتړ هم په ډاګه کړ.

امارت یواځې د معیاري توب لپاره درې اصولي شرایط کیښوودل؛ چې ټولې خپرونې به یې له عقیدوي اساساتو، کلتوري جوړښتونو او ملي منافعو خلاف نه وي، نور یې پرې هیڅ راز محدودیت ونه لګولو.
داچې د نړیوالو وتل مستقیما د رسنیو د تضعیف پیلامه وګرځیده، ښایي دا یوه ملموسه نښه وي، چې رسنۍ څوک وې، چا، د څه لپاره او څنګه تمویلولې او تر بهرني یرغل لاندې د بیان د ازادي مفهوم څه وه؟

اسلامي امارت له خپل راتګ سره رسنیو ته خپل رسنیز مسؤلیت ور په ګوته کړ، رسنیو ته یې د یادو ارزښتونو په چوکاټ کې هغه آزادي ورکړه،کوم لپاره چې ددوی بنسټ ایښودل شوی وه.
داچې نړیوالو له افغانستانه د تیښتې پر مهال په زرګونو خبریالان هم د ځان ملګري کړل او بیرته یې له مختلفو ادرسونو د بیان د آزادي په محدودولو هم اوښکې تویولې، دا وانمود کوي چې دوی دلته تر فزیکي جګړې څخه د فکري او فرهنګي ډګر په پریښوودو زیات خوابدي وه، هلته یې خورا زیاته پانګونه کړې وه او له خپل خروج سره یې ددغې برخې لپاره خپل روزل شوی بانډ هم په فکري څانګه کې لمنځه تلونکی ولید.

متحده ايالتونو ځکه رسنيزو او مطبوعاتي فعاليتونو ته ډېره پاملرنه کوله چې تر بمونو، الوتکو، ټانګونو او نورو تخنيکي تجهيزاتو یې، رسنیو ته د ارزښت وړ خطرناکې وسلې په توګه کتل.
له همدې رسنیو یې د « ډيموکراسۍ»، « بيان آزادۍ» او « بشري حقونو» کاذبو شعارونو د ځلولو او د ملتونو د فکري تسخیر او کلتوري اسارت لپاره ترې استفاده کوله او دا يې خپلو ناوړه، مرموزو موخو ته د رسيدو له‌پاره تر ټولو آسانه او ارزانه لار تشخيص کړې وه.
زما د مالوماتو له مخې، د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په دې برخه کې خپلې هڅې پیل کړې او ژمن ده، څو ټولو ذیدخله ارګانونو په خوښه او مشوره، د رسنیو لپاره نوی قانون جوړ کړي، داسې قانون چې هم د رسنیو ګټې په کې ساتل شوی وي، هم د نظام درنښت په کې و پالل شي او هم ملي منافع او ارزښتونه په کې خوندي ساتل شوي وي.

په دې برخه کې یې وار له مخه د رسنیزو تخطیو کمیسیون جوړ کړی، چې ملموسې لاسته راوړنې یې ټولو اړخونو ته جوتې دي، همدا راز یې د رسنیو په یوه مقدماتي مقرره هم کار کړی دی.
اطلاعاتو فرهنګ وزارت نه غواړي هیڅ کومه رسنۍ فلج، سقوط او یا هم د اقتصادي مشکلاتو له امله وتړل شي؛ د اوس لپاره یې د مالیاتو په کمښت، د بریښنا د بېل په برخه کې د تخفیفونو او نورو د اړتیا وړ سهولتونو برخه کې لاسنیوی کړی او راتلونکي کې یې هم د بې بدیله لاسنیوي اراده لري.

که لویدیځه نړۍ غواړي، مونږ باندې خپلې کړنلارې وتپي، نو لومړی دې پر خپل ځان او متحدینو دا ومني، چې رسنیزو ادارو ته له قید او شرط پرته آزادي ورکړي، د ختیځ فرهنګ باید په لویدیځ کې له سانسور پرته خپور او د سیاسي اسلام د اساساتو د نشر لپاره دې خنډونه نه جوړوي.

په پای کې مونږ پر نړیوالو غږ کوو، چې د بیان آزادي او نورو نیوکو پر ځای دې سالم فکر وکړي، له افغانستان سره دې د یوه سیال هیواد په توګه تعامل وکړي او ارزښتونو ته دې په احترام قائل شي.

احمدزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx