شعـــــرونه

څلورویشتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه١٤/شوال المکرم/١٤٤٤

د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
لـــېـــونـــو ســرونــه مــه مـــاتـــوﺉ راشـئ
تریخ ژوندون ښایسته په مسته یارانه شي
ارواښاد اجمل خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په دې شپه کې به د ګل څراغ څه پایي
چې سپوږمۍ هم د ږلۍ غټه دانه شي
پیر محمد کاروان

څه به ووایو خو ژرندې تاوول دي
هو، روان دی ژوند په ډېره بهانه شي
سائل وصال

دا یو ژوند وو دا خو ستا په تکل تېر شو
سړی نور درپسې څومره دېوانه شي
مهاجر زاهد ساپی

د رڼا تر منتشرو کیفیاتو
وجودونه دې د شمعو نظرانه شي
نظم الدین ندرت

کمربند کې دې قلم او کتاب ځاى شي
مدرسه، مکتب، سنګر دې يګانه شي
اکرام الدین مفتون

د نفرت ریښې دې وخېژي له بېخه
واړه زوړونه دې له مینې پیمانه شي
راشد مشفق

نه دې دا اسمان په تور لوګي کې پټ شي
نه دې دا ځمکه د چا په وینو سره شي
محمودي انصار

هر یو درد دې د خندا په غېږ کې ومري
جدایي دې له وصاله نظرانه شي.
جهادي عمري

دا وطن د بربادۍ نه دی راوتی
دا وطن به نور د میني خزانه شي
ساجد سهار

داغزو پر ځای د ګلو تخم شین کړئ
درست وطن به دګلونو کرونده شي
قاري یوسف احمدي

چې یې اند د استقلال په وینه ګډ وي
د هغو قومونه تله تل درنه شي
مهاجر فراهي

که خدای مه کړه انقلاب بیا څپې پیل کړې
څومره دنګ زلمي به بیا ور نذرانه شي
منصور طالب

تر اټکه دې زر غونـزه راستنه شي
تر اټک دې هر افغان ته سوبانه شي
واقد احرار

د نظر ساقي پیالې د سترګو راوړې
د ژوندون هره شېبه به مستانه شي
پیر محمد کاروان

ستا د زلفو تر سایه لاندي چي لوی شي
قلندر شي، دېوانه شي مستانه شي.
عبدالغني وفا

مرمرین ورغوی زما پۀ ټڼډه کېږده
چې لۀ زړۀ مې اضطراب دانه – دانه شي
منصور درمان

ستاپه دید به یې حیرانه آئینه شي
د جنت د حورو بحث به ستا کیسه شي
نسیم ایثار

چې دې څرک له هر یو لوري را ښکاره شي
سپوږمۍ ستوري به دې واړه ننداره شي
حسن بلال

ستا په مینه به نو څه پوهوم خلک
ستا وجود دې دجهان د شتون اثره شي
همت بدري

ربه خوی لکه چنار راته نصیب کړه
چې مزدور اشنا مې سیوري ته دمه شي
علامه محمدي

زما رنګ به جنازې باسي ماښامه
که لالی په زیارتونو کې غنچه شي
محمدالله درد

چې غربت دې لمن ونسي جانانه
دا خواږه یاران به واړه بیګانه شي
ریحان اخندزاده

چي پاشلى باور هر څومره را ټول کړم
زړه يې نه مني او بيا زره، زره شي
معاويه زيارمل

زما رښتیا ، رښتیا خبرې بې اثره
ستا د کاڼې کرښه هره بهانه شي
همت کوچی

بس زړه ماتی به یې خپل یار چې دې پرېږدي
که ملګرې دې بیا درسته زمانه شي
عزیزالرحمن ایاس

چې په مینه کې د کرکې تخم ګډ شي
بس نو تور دې زړۀ له داسې دوستانه شي
صفي الله رائد

د مومن د زړه مقام څومره بلند دی
رغول د ماتو زړو لکه کعبه شي
حمدالله فطرت

ته به جوړ يې، ته به روغ يې لتا جار شم
خو زړګی مې بس چټي په اندېښنه شي
شفاعت ريحان

مئینتوب یـو نازولی لیؤنتوب شي
چې له حد څخه یې زیاته اندازه شي
طالب عباس

له دې کيفه عاجز خيال شاعرانه شي
مخامخ چې سره يار او آٸينه شي
اکرام الدین مفتون

چې موټر، تورې ښیښې پشم باران وي
خدایه تاته په توبو مې دې توبه شي😉
علامه محمدي

چې کیسه د وعدې ماتې کړم وریاده
جوړه موسکه یې پر شونډو  بهانه شي
پیر محمد کاروان

د خوښۍ سندره څنګه ترې را ووزي
چې دې ستونی د سلګیو هدیره شي
محمودي انصار

چې غبار د لاوبالې مینې راشي
هک حیرانه ورته روغه زمانه شي
اسرار عواد

د فلک له جوره ظلمه دي رب ساته
هريو خيال به دي په ځان جاهلانه شي
مفتي لاهوتي

ښه نو ته به یې تصدیق ده مېنې وکړې؟
که مین دي ستا په عشق کې پروانه شي
طالب کریمي

هر سړی هم د باور مناسب نه وي
دا دروغ دي چې په هر دیوال تکیه شي
مستغفر ګربز

خپل مخ خپله په څپېړو باندې سور کړم
يار له ما ولې په نه خبر خپه سي؟
نبيل شباب

یار مې ښه د بېلتانه هوا ته سپاري
ته یې مه کړه بس چې یخه یې اېنه شي.
وکیل احمد متوکل

ژوند دهغو خلکو خوږ لکه د قند شي
چه له خدای سره يې جوړه رابطه شي
حيدري جان

خوندورنګ به په ژوندون کې پاتې نه شي
چې د ښکلو محبت په یوه انه شي
پیرمحمد کاروان

چې سپوږمۍ ورنه په وريځو کې پټيږي
د يار مخ ته ولې ګونګه آينه شي
نظام الدین فلاح

ستا د سترګو د نظر پر ماين ختلي
غزلونه مې د خيال په غيږ کي مړه شي
خالد أنس

ته چې راشې نو سپرلي در سره راشي
ته چې لاړه شې نو روح مې په واته شي
شرر ساپی

هفته پس دې په لیدو باندې ډیر شُکر
خوند به وکړي که دیدن دې روزانه شي
نسیم منصور

ته چې غږ د تللو وکړې ګله خدای شته
د زړګي په برج مې جوړه زلزله شي.
ریحان وردګ

بیا جوړه ویرجنو سترګو نه خوب یوسي
چې د یاد شېبه دې را څپه-څپه شي!
خالد احسان

که مې دغه اسلامـ.ـي نظام ړنګېږي
بيا دې لويه خدايه! ټول جهان چپه شي
عبدالباسط وصاف

امـ.ـارته رب دې تاند لره نړۍ کې
چې احکام دې د دوی ټولو فیصله شي
ګمدل

بیا نو ژوند هسې عبث دی په دنیا کې
که له مینې د زړه تشه خزانه شي
مخبت وردګ

که خزان وي که بهار د یار دیدار کې
هواګانې ګلابي شي جانانه شي
اسرار عمر

په کې تیته چې د مینې پلوشه شي
د غزلو ښار به خود جاویدانه شي
جهادي عمري

چې د يار د وصل لار پکې پیدا شي
داسې مينه دې هر چاته ميلمنه شي
مظلوم يار

که ته وغواړي وصال د یار حتمي دی
راته خلاصه به دا بنده دروازه شي
سیف صدیق

زما د ګل غوندې ځواني دې راخزان کړه
اوس بیا وایې چې دې ورک ژوند مستانه شي
عاکف مهاجر

پس له مرګه به دي یاره دا احسان وي
که دي ختمه راپسې بیا سیپاره شي
حنیف مظهري

چې په یو نظر دې څو ځله تکرار کړم
ترې نه جوړه دې عجیبه فلسفه شي
ثناءالله معصوم

په غزل کې چې خوږ نوم د جانان ياد سي
د بايللي ميني درد زړۀ کې تازه شي
شفاعت ريحان

د زړۀ ټوله ستونزه حل شي او نشه شي
چې مئین د نښتر سیوری ته دمه شي
دانش ملنګ

چانه زرځلي خپه شم بیام خوشحال وي
ځیني ځیني بیاپه نه خبر خپه شي
مفکر رښتین

شاعران دي واړه سم پر داسي لار شي.
چې يې هر غزل د مينې ترانه شي.
مل غني خېل

چي د علم په هنر ځان منور کړي
د هغو هر یؤ کردار عاقلانه شي
عبدالغني وفا

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx