
زولنې به دې زړې شي زه به ځوان یم؛ لنډ تأثر
ابوبکر خپلواک
زولنې به دې زړې شي زه به ځوان یم د ښاغلي وفیق آشنا په زیار را ټولې شوې د زندان خاطرې دي، کتاب ١٥٢ صفحې لري چې کال پخوا چاپ شوی، تقریبا د ٢٠٠ په شاوخوا کې د طالب او یا د طالب په نوم د بندي شوو کسانو د زندان خاطرات له ځان سره لري، په کتاب کې د عرفان ایوبي د زندان خاطرې او د استاد محمد زمان مزمل تفریظ زه د خاطرو کامل لوست ته لیوال کړم، دغه دي په بیړه مې راولوست او اوس پداسې حال کې خپل تأثر لیکم چې د وجود هره ذره مې د اغیارو او د دوي د یارانو په وړاندې د غچ او انتقام زګیروی کوي.
دغه خاطرات عیني واقعات دي، نه پکې ادبي ځیره ورزیاته شوې او نه کوم لوبېدلي قلم لیکلی چې له من واقعې خروار جوړوي، ښکاري چې ځینو بندیانو خپله یوه – یوه خاطره په خپل قلم لیکلې او بیا یې له لیکوال سره شریکه کړې او له ځینو نورو بیا لیکوال جریان اوریدلی او بیا یې عیني را نقل کړی.
دا کتاب او د کرایي جګړمارو د ظلم او جبر دا عیني داستان ځکه مشت نمونه یې خروار ګڼو چې هر زنداني ولو که یې ١٠ – ١٥ کلونه هم د رژیم تر جبر لاندې د زندان شپې سبا کړې خو خاطره یې یوازې یوه لیکلي، یا د توقیف اړوند غږیدلي، یا د ملاقانو شیبې انځوروي او یا هم د آزادۍ صحنه واضح کوي.
د کتاب له مطالعې سره شاید ذهنی شکنجه ملتیا وکا، ځکه هلته چې طالب ځوان ته د چاپې پر مهال توره خولۍ ور اغوستل کیږي، رټل کیږي، د مور، مېرمنې او کمکیو بچیانو د کریغو زوږ مسلمان لوستونکی هم نینه نینه کوي. د مستنطق پوچ الفاظ او د څارنوال درنه څپېړه دلته په سړي درنده تمامیږي. کله چې د چل او نود ریاستونو کې په طالب زلمي د وهلو له امله د امنیت درنده ستړی کیږي، کله چې مشکوک عالم اعتراف ته د اړ ایستو په خاطر سرچپه را ځوړند کیږي، جامې ترې ویستل کیږي او د څڼو تور تارونه یې د وحشي عسکر په لاس کې پاتې کیږي لوستونکي پدې اعتراف کوي چې د آزادۍ او بسته کفر په مینځ کې د اسلامي نظام اعاده څومره لوی قیمت غواړي او راپاتې امانت څومره ستر دی.
یوازې ددې کمکي کتاب د مظالمو نجوړ او وضاحت که هرڅومره را لنډوې خو اوږدیږي، لیکوال ویریږي هسې نه لوستونکی رانه فرار وکا او د مقالې په اخر کې خپل خواست او زما غوړېدلې لمن ونه ویني، کنه یوازې د بندي طالب او سپین سرې مورکۍ د زندان په دري دقیقي مکالمې او هلته په موجود د ناچارۍ او بیلتون په ګډ احساس، د مور په اوښکو د زوي په کاذب اطمنان یا د مور په ډاډ او ځوان طالب زوی په سلګو کتاب کتاب خبرې کیداي شي، ولله اعلم چې د راسته قلموالو احساس ویده او که قلم وچ دئ چې دا او دې ورته د انګېزې تخلیق پروره سوژې او واقعات ولې ناول – ناول نه کوي؛
د زندان واقیعت د اغیارو او دوی ته د مائلو چپیانو کړي پټ جنایات دي، دا د نن فرض جوړیږي چې دا موضوع او هلته شوي له تصور لوړ مظالم بیا – بیا او مفصل راوسپړل شي تر څو د میډیا او مطبوعاتو په شور کې راګیر ځوانان، د نظام نوي مسؤلین او د سبا را پاتې قشر ته ددې ګټلي تاریخ مستند حکایت پاتې شي، دا د باطل او مهذب(!) غرب په وړاندې تر ټولو بهترین قلمي جهاد دئ. دا کار که هر څوک کوي د وطن په سبا لوی احسان کوي او ځان به د یو رسالتمند او ویاړلی قلموال په حیث ثابتوي.
خدای تعالی دې د وفیق یار د زندان ربړې او بیا په دې کتاب کې ګاللې ذهني ستړې قبولې کا، نوموړي کار کړی او نورو باشعوره قلموالو ته یې د حال په ژبه د یو ناویل شوي جبر د لوی باب کړکۍ خلاصه کړې چې هغې خواته ترې داسې څه ښکاري چې قلم ورته خپله په حرکت راځي.
کابل افغانستان. د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ١٥