نظــر

د قطر غونډې په تړاو 

حمزه حسیني

په قطر کې د افغانستان په تړاو د بندو دروازو تر شا د تر سره شوې غونډې تالار ته خبریالان نه دي ور پرېښودل شوي، خو انتوني ګوتېرېش د غونډې په پای کې دا خبره کړې چې نړیوال، د سیمې هیوادونه او نړیوال مهم بنسټونه پر دې یوه خوله دي چې افغانستان سره به ښکېل پاتې شي.

همدا راز د ملګرو ملتونو له لوري ویل شوي چې دوی به افغانستان کې پاتې کیږي او هلته به خپلو مرستو رسولو ته دوام ورکوي، چې په دې هکله یې له نړیوالو د کابو ۵ میلیارد ډالرو مرسته هم غوښتې ده.

دا چې خبریالان دې مهمې غونډې ته نه دي ور پرېښودل شوي او ډېر جزئیات لا هم نه دي رسنیز شوي، امکان لري چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به هم خبرې شوې وي، ځکه چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې آمنه محمد لا د مخه ویلي و، چې دا غونډه د رسمیت پېژندنې په اړه جوړیږي، خو خاشه یې ځکه پر واچوله چې دغو څرګندونو هغه مهال د یو شمېر هیوادونو غبرګونونه را وپارول.

زما په اند ښایي په دې مهمه ناسته کې د هغو هیوادونو ذهن سازي هم شوې وي چې د رسمیت پېژندنې په تړاو یې سخت دریځ نیولی و، ممکن دوی ته ویل شوي وي چې له اسلامي امارت سره تر تعامل پرته بله لار او بل آفشن نه تر سترګو کیږي.

د یادونې وړ ده چې انتوني ګوتېرېش د غونډې په پای کې دا هم ویلي، چې راتلونکي کې به هم ورته غونډې جوړې شي، له دغو خبرو یې مالومیږي چې ددوحې د تړون په څېر به نړیوال ښایي په تدریجي او سیستماتیک ډول د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

هېره دې نه وي چې انتوني ګوتېرېش د یوې پوښتنې ”چې طالبان ولې دې غونډې ته نه دي بلل شوي؟“ په ځواب کې ویلي، په دې غونډه کې اوسمهال د دوی شتون ته اړتیا نه وه او که په راتلونکي کې ورته اړتیا پیدا شوه را وبه یې غواړي، د نوموړي له دې ځواب څخه دا څرګندیږي، چې په مرور د زمان سره به طالبانو ته هم ځای ورکړل شي، دا په دې معنا چې هر څه او هر تصمیم په لومړۍ غونډه او لومړي پړاو کې نشي نیول کېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx