
د دوحې کنفرانس
حفيظ الدين پيرزاده
په دوحه کې د افغانستان په اړہ نړیوال کنفرانس د بندو دروازو تر شا پیل شو، او ښایي د دې لیکنې د نشر پر مھال پای ته رسیدلی وي.
زہ د ځینو سیاسي شنونکو پڅیر پر دې خوشباورۍ مبتلا نه یم چې گویا د دې کنفرانس له لیارې به مو حکومت په رسمیت وپیژندل شي.
خو پر دې ھم باوري یم چې نړیواله ټولنه په ھیڅ صورت افغانستان یواځې نه پریږدي.
زموږ لپارہ یا د انساني ھمدردۍ په موخه نه، بلکې ھغوې په موږ کې خپلې موخې او اھداف لري.
غربیان په سیمه کې د چین له اقتصادي پرمختگ څخه ویرہ لري، که ھغوی میدان خالي کړي، روس، چین، ایران او پاکستان به په خلاص مټ را وړاندې شي، او نه یواځې د افغانستان غني طبیعي سرچینې به خپلې کړي بلکې د مرکزي اسیا په تیل او گازو به ھم خپلې خیټې واچوي.
دا کار د افغانستان ھم په تاوان دی، ځکه په سیمه کې د قدرتونه توازن له منځه ځي او د افغانستان بھرنی سیاست موازنه له لاسه ورکوي, ( که وي او متوازن وي(!) ).
سرہ له دې چې زہ ھیله من نه یم، خو بیا ھم د نړیوالو لپارہ ھمدا ښه دی چې موجودہ افغان حکومت په رسمیت وپیژني، ځکه چي:
۱- رسمیت پیژندنه د باور فضا را منځته کوي، بیا افغان حکومت د نړیوالې ټولنې او ټولنه د افغان حکومت خبرہ ښه اوري.
۲- اوس نړیواله ټولنه د حکومت د خرابو پریکړو په اړہ ھغه شان غبرگون نه شي ښودلی لکه څرنگ چې پکار دی!
۳- تعامل د ھغو اشخاصو/اړخونو سرہ ممکن دی چې سرہ پیژني. نړیواله ټولنه چې افغان سرپرست حکومت په رسمیت نه پیژني نو څرنگ به ورسرہ د مناسب تعامل له لیارې یوې منطقي نتیجې ته ورسیږي؟
۴- که د نړیوالې ټولنې د بدنیتۍ، بغض او حسادت خبرہ نه وي، اوسنی حکومت د رسمیت پیژندنې په ټولو نړیوالو معیارونو برابر دی.
۵- د افغان حکومت په رسمیت پیژندنه به نړیواله ټولنه د ډانگ او پړانگ له نامالوم دریځ څخه یوہ مالوم او روښانه خواته وباسي چې بیا به په مختلفو موضوعاتو کې موقف نیونه ورته د اوس پڅیر ستونزمنه نه وي چې محمد آمنه یو څه او مشر یې بل څه ووایي!
۶- د افغان حکومت په رسمیت نه پیژندل، چارواکي نه بلکې افغان ولس متضررہ کوي؛ ھغه ولس چې شل کاله یې د غربیانو بمباردونه، چاپې، بندیخانې، تعذیبونه، فساد او نورې ناکردې وزغملې او اوس یې اقتصادي بندیزونه!
فلھذا، دا د افغان ولس په وړاندې د نړیوالې ټولنې اخلاقي ( که لري یې) مسؤلیت ھم دی چې د خپل شل کلن تجاوز د ترمیم په توگه یې د حکومت د رسمیت پیژندنې له لارې، بیا رغاونې ته را وړاندې شي!
والله المستعان
___________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ ۲/ ۲۰۲۳ م
لندن