
پښیماني ( خاطرہ )
حفيظ الدين پيرزاده
کلونه وړاندې د ھزارہ گانو بدماش الیپور، حکومتي سرتیري ویشتي و او غالباً د کومانډویانو کومه ھلیکوپتر یې ھم نسکورہ کړې وہ.
بیا د کابل ادارې گرفتار کړ. ھزارہ جنبش ھغه مھال لا د بواسیرو درملنه نه وہ کړې نو په وړو خبرو به ډیر ژر تخریش کیدہ!
ھغه، غني او په ارگ کې نورو ټامیانو ته کرښه را کاږله.
ھزارہ گانو په کابل کې مظاھرې او نورې غویمې پیل کړې. د غني کمزورې ارادہ، د ھزارہ گي اعتراضونو په مقابل کې د شگو دیوال ثابت شو.
الیپور را خوشې شو او پلویانو یې په دشتې برچي کې جشنونه پیل کړل. ھغه شپه ټول سیمه څراغان وہ، ھرې خوا د موټر ځغلولو او ھوایي ډزو مسابقې وې!
ما په ھماغه شپه طا لب ته یو شعر ولیکه چې بیا کوم ملگري ډیر ښه په ترنم کې ھم ووایه.
ھغه شعر دا و:
پرون
پرون راته جانانه بې حسابه یادیدې
پرون مې دې ارمان وکړ په زړہ مې وریدې
پرون درپسې ټول کابل په سرو سترگو ژړل
پرون مو د عزت فرشتې لوڅې گډیدې
پرون د مړہ ملا یاد مې په زړہ کې شوله څړیکه
پرون مې ھغه مړې جذبې له سرہ لړزیدې
پرون یو څو چیت پوزو ټول نظام را مسخرہ کړ
پرون مو د ناموس لمن ته خاورې بادیدې
پرون مې د ھیواد بایللي برم پیغور راکړ
پرون مو د غیرت شملې له شرمه ټیټیدې
پرون مې زوړ پرھار په بیکسۍ پورې خندل
پرون مې د کابل پر مخ تڼاکې ټوکیدې
پرون مې مټکور ته له زړگي نه آہ وتلی
پرون مې په بې وسه ولس اوښکې بھیدې
پرون مې مفکر ته دا د حال په ژبه وویل
چې خر مھار کوی نه شې، پرې ولې سپریدې؟!
پرون مې ویل طالبه! رب دې ژر راوله یارہ!
نور ستا په انتظار کې مو زارې و چاودیدې
________
دوستانو!
پرون مې اما رت ته منسوب د یوہ بدماش له زندان څخه د را خوشې کیدو منظر په خواله رسنیو کې لیدہ!
ماته یې ھماغه د دشتې برچي د جشن شپه را یادہ کړہ!
ما اوږدہ سا را کاږله، سترگې مې پټې کړې او له ځان سرہ مې ویل: کاش دا شعر مې نه وای لیکلی!! کاش دا شعر مې نه وای لیکلی!!
فاعتبروا……
__________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مۍ ۴/ ۲۰۲۳ م
لندن