
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ او یو څو خبرې
عادل عادل
د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ په داسې مهال را بره شوه چې د یوه پاکستاني الاصله امریکایي لیکوال ښاغلي حسن عباس په نوم نوی خپور شوی کتاب د رسنیو د سر ټکی شو او د افغانانو تر منځ یې ګڼ شمېر تاوده بحثونه را پورته کړل.
دا چې د یاد کتاب موضوع افغانستان کې د طا/لبانو کرامو بیا ځل حاکمیت او په دوی باندې د پاکستان د نفوذ تور پورې شوی، د اسلامي امارت ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد صاحب اړ کړ تر څو د یوې اعلامیې په ترځ کې د یاد کتاب محتویات وغندي او لیکوال یې د پردیو استخباراتو اجیر یاد کړي.
ښکاره خبره ده چې د ښاغلي حسن عباس د کتاب رد په یوه اعلامیه او غندنه باندې نشي کېدای بلکه ښایي چې د یو پنډ کتاب په مټ نقد او رد کړل شي، تر څو له یوې خوا د پرديو لیکوالانو خوله بنده او تر شا یې محتمل تبلیغاتي ماشین الات ناکاره شي،، او له بلې خوا هم زمونږ د سپین زړي او مؤمن بالغیب وولس مالومات غني او د عامه ذهنیت د تنویر په مټ له شکوکو او سوء ظن څخه خوندي او ډاډمن و اوسي.
په تېر شل کلن تاریخ کې لومړنی شخص د تېر امارت ویاند مرحوم عبدالحی مطمئن صاحب وو چې د خپلو سترګو لیدلي یادښتونه او سرکذشت یې د یو کتاب په بڼه چاپ کړ ،، چې دا یو جرأتمتدانه اقدام او په خپل ډول کې د خیر یو په زړه پورې فرهنګي ابتکار او پیل وو،،
دا چې زمونږ په ټولنه کې د سیاسي شخصیتونو له خوا د شخصي یادداښتونو او سرکذشت د لیکلو، ثبتولو او خپرولو فرهنګ ته لا هم د یوې نادودې په سترګه کتل کېږي نو له همدې امله وه چې مطمئن صاحب رحمه الله د خپل دې خدمت په توغ او ګناه کې د خپلو ملګرو له خوا د نسیان غېږې ته وسپارل شو او تر نن پورې هېڅ چا هم د هغه رحمه الله په نقش قدم باندې د پل اېښودلو جرأت ونکړ،، نو ځکه خو دا دی پردیو لیکوالانو او سیاسی غرضي کړیو ته فرصت په لاس ورغلی تر څو زمونږ د هېواد سیاسي جریانات او ځمکني واقعیتونه په خلاص لاس او څنګه چې یې زړه غواړي تحریف او د خپلو ګټو او اغراضو په رڼا کې د تاریخي توکو په توګه ثبت کړي او په دې توګه زمونږ ځوان نسل تر خپل منځ او په رشید قیادت باندې خدای مکړه بې باوره کړي،،، لا سمح الله .
په دې هیله چې اسلامي امارت به د مطبوعاتو او اهل خبره، جهادي او خپلواکو اکادمیک شخصیتونو د بیان او سالم نقد رغنده رول او اهمیت ته جدي پاملرنه وکړي او په پراخې سینې سره د بیان او نقد د حقیقي ازادی لپاره خوندي شرایط رامتځ ته کړي.
په همدې هیله