
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۶غويي، ۱۴۰۲ل): حریت اونیزې د خپلې تازه ګڼې په سرمقاله کې د ولس او نظام تر منځ روابط له دواړو لورو محکم بللی او وروستۍ ډاډمنه فضا يي د دې ښکارندوی ګڼلې ده.
د دې اونیزې د ۳۲مې ګڼې سرمقاله کې په ځينو تبلیغاتي او نظامي مخالفتونو کې بهرني لاسونه دخیل ګڼل شوي او تر روژې وړاندې يي د ځينو لوېدیځو ادرسونو پر تبلیغاتو حواله ورکړې ده.
سرمقاله لیکي: «تر روژې مخکې ځینو لوېدیځو رسنیو، لوېدیځو استخباراتي ادرسونو او حتی لوېدیځو حکومتونو پر خپلو اوسېدونکو غږ وکړ چې په روژه کې به جنت افغانستان پر دوزخ بدلېږي؛ حالات به خراب شي، تر دې اندازې چې تاسې يې باید ورتګ ته زړه ښه نه کړئ!»
د سرمقالې د لیکوال په باور «دا ډول غږونه غیر مستقیم دا هم تلقینوي چې د اسیا په زړه کې دا د لنډې مودې خوښي هم د چا پېرزو نه ده او دلته د ټولو مخالفتونو تر شا د همدغو هېوادونو مستقیم یا غیر مستقیم لاس دی.»
سرمقاله کې د روژې مبارکې میاشت او د اختر ورځې بې له کومې امنیتي پېښې تېرېدل د ولس او نظام تر منځ د همکارۍ ښکاره ثبوت بلل شوی دی.
سرمقاله زیاتوي، لکه څنګه چې په تېرو دوو لسیزو کې د یرغل پر وړاندې مبارزه کې ولس د مجاهدینو تر څنګ ولاړ و، «دغسې یې په دې ترینګلو حالاتو، بندیزونو او سختیو کې دې سپېڅلي نظام ته د همکارۍ ډاډ او عملاً لاس ورکړی، که له یوې خوا رهبري د ملت پر خادمیت اعتراف کوي، له بلې خوا ولس د شلو کلونو له ټولو تبلیغاتو ځانونه څنډي او د نظام هر فرمان، هر اقدام او هرې غوښتنې ته يې لبیک ویلی.»
حریت اونیزه چې له مرکز کابله خپرېږي، په خپلواک ډول فعالیت کوي او چلوونکي يي وايي چې ډېری تمرکز يي پر فکري او تعلیمي خپرونو دی.
دا اونیزه د هرې اونۍ په پيل کې نږدې ټول هېواد ته رسول کېږي او په انلاین ډول يي د نوې ګڼې له خپرېدو وروسته تېره ګڼه پې ډې ایف خپرېږي.