ادبي لیکني

ته خو داسې هم نه لرې «کيسه ګۍ»

م رضوان الله فيضاني

ناوخته او زېړ مازديګری و، خلک له کارونو څخه ستړي او ستومان راغلي وو، خپلو کورونو د تللو په تکل د ښار په يو څلور لاري کې د موټر د راتلو په انتظار څه ولاړ او څه ناست وو.

د هر چا دوه سترګې د موټر د راتلو لور ته څلور شوې وې، يو ناڅاپه يو ډېر زوړ او پخوانی شکل “بينګس يا بينز موټر” راښکاره شو.

چې کله رانيږدې شو، خلکو ډېر سخت ورته وخندل او په خپلو کې يې سره ويل چې دې د امير پتنوس د وخت زوړ او کباړ شوي موټر ته لا پسې وګورئ، دی
اوس هم لا سورلۍ وړي او راوړي!!!

بينګس يا بينز موټر د خلکو له مخې په داسې حال کې تېرېده چې خلکو له ريشخنده په کړس کړس ورته خندل.

کله چې بينګس موټر د خلکو له مخې تېر شو او شا يې خلکو ته شوه، نو د بينګس موټر د وروستۍ خوا پر غټه شيشه باندې ډېر خوندور او عجيب توري ليکل شوي وو !!!

هغه توري دا دي: (ته خو داسې هم نه لرې) !!!

م رضوان الله فيضاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx