افغانستاناقتصادنړۍ

اسلام آباد کې شپږمه دری اړخیزه ناسته او لاسته را وړني

رحمت الله فیضان

تیر جمعه د۱۳۴۲لمریز  کال د ثور میاشتي په ۱۵مه نیټه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د وزیر مولوي امیرخان متقي په مشري لوړ رتبه پلاوی اسلام آباد کې د شپږمې دری اړخیزي ناستي په موخه چي افغانستان ، پاکستان او چین پکې ګډون درلود اسلام آباد ته  وخوځید .

په دې سفر کې د دری اړخیزي ناستي تر څنګ د بهرنیو چارو وزیر  د چین او پاکستان له بهرنیو چارو وزیرانو سره دو اړخیزي ناستې هم تر سره کړې چي د بحث محوریت یې پر سياسي-تجارتي اړيکو، سيمه‌ييز ثبات او ټرانزيټ را څرخیده .

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ ناسته د چیني څارونکو او شنونکو له لوري  هم استقبال شوه ؛ډیری چینایې شنونکو د دې ناستي په غبرګون د ټولنیزو شبکو له لاري څرګنده کړه چي : افغانستان په سیمه کې مهم سیاسي ، تجارتي او ترانیزیټی هیواد دی ؛باید هڅه وکړل شي   چي د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي ګټو په رڼا کې له افغانستان سره روابط غښتلي کړای شي   او د افغانستان  کورنی مسایل په نظر کې نیولو پرته د افغانستان له نوي حکومت سره تجارتي اړیکې جوړي شي .

همدا راز د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي متقي د افغانستان-پاکستان پر اړوندو سياسي-اقتصادي ،تجارتي، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو تسهیلاتو د رامنځته کولو په باب هراړخيزې خبرې وشوې، دغه راز په ناسته کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او سوداګرو ،محصلینو او هغه ناروغان چي د درملني لپاره پاکستان ته ځي د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.

یو امریکایې جنرال په پاکستان کې د افغانستان، پاکستان او چین د دری اړخیزي ناستي په اړه لیکلي : پاکستان به تل موږ ته ویل : چي طالبان زموږ تر اغیز لاندي دي ؛هرڅه چي موږ ورته وایو هماغه مني ؛ دوی مادیات  پرسته او پیسه دوسته  خلک دي چي موږ ته یې تل  دروغ ویل ؛ طالبانو نړیوالو ته ثابته کړه چي دوی مستقل او د هیچا تر اغیزي لاندي نه دي .

پاکستان کې د شپږمي دری اړخیزي ناستي په پای کې یو ګډه اعلامیه  هم صادر شوه  چي پکې له افغانستان سره په امنیتي، تجارتي، انکشافي او سیاسي برخو کې پر همکارۍ ټینګار؛

د افغانستان د اقتصاد پر بیارغونې ټینګار؛ د افغانستان په محوریت پر سیمه ییز اقتصادي اتصال ټینګار .

د درې هېوادونو ترمنځ د تجارت، ټرانزيټ او خلکو-خلکو ترمنځ تګ راتګ کې اساني راوستل؛

پر سيمه ييز ثبات ټينګار دا چې هېڅ لوري له درې ګونو ګډونوالو څخه به پر خپل قلمرو هېڅ فرد، ډلې او يا کوم لوري ته اجازه نه ورکوي چې د بل پرخلاف يې وکاروي؛د  افغانستان په کورنیو چارو کې پر نه لاس وهنه ټینګار .

پر افغانستان د یو اړخیزو بندیزونو لرې کولو او د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شویو بانکي زېرمو د خلاصون غوښتنه اونور ډیر څه.

د دې کنفرانس په څنډه کې د بهرنیو چارو او تجارت وزیرانو او مل پلاوي اسلام اباد کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره ناسته ترسره کړه چې پکې د ا.ا.ا. له راتګ سره د راغلو پرمخګتونو برسېره د افغانستان او پاکستان پر ګڼو دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، تجارتي، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې وشوې.

دغه راز د ناستې ټولو برخوالو ټینګار وکړ چې د دواړو همسایه هیوادونو د حکومتونو او ولسونو ترمنځ دي نژدېوالی راشي او په ازادانه ډول دي د دواړو ولسونو لپاره د تګ راتګ زمینه برابره شي.

په دي ناسته کی مولانا فضل الرحمن، سراج الحق، محمود خان اڅکزي، ایمل ولی خان او یو شمیر نورو سیاسی مشرانو ګډون کړی و.

د سیاسي شنونکو په باور د پاکستان له سیاسی ګوندونو سره کار د افغانستان په ګټه دی. په اوسنۍ نړۍ کې ټول هیوادونه هڅې کوي چې په نورو ملکونو کې دخپلې اغیزې په پار له سیاسي ګوندونو سره اړیکې ولري. دافغانستان او پا کستان تیرو  ترینګلو اړیکو ته په کتو دا شان اړیکې ډیرې مهمې دي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد کې د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د رسنیو په وړاندې د وینا په موخه هم ګډوه وکړ د ښاغلی متقي د وینا په باب خبریال سمیع یوسفزی لیکلي: د بهرنیو چارو وزیر د اسلام آباد د استراتیژیکو اړیکو په مرکز کې د لیکچر نه وروسته د نړیوالو او پاکستاني ژورنالستانو ګرمو ، تندو او نرمو پوښتنو ته داسي د دیپلوماسۍ او احتیاطي الفاظو په چوکاټ کې د ننه د پالیسیو مطابق جوابونه ورکړل چي نه یې سیخ و سوزولو او نه کباب ؛ اکثره ژورنالستانو د ټي ټي پي په اړه پوښتني لرلې خو متقي صیب د امارت موقف پداسي انداز بیان کړو چي نه یې ټي ټي پي اونه یې کوربه پاکستان خفه کړو او نه یې هم پدې اړه ژورنالستانو ته کوم بریکنګ نیوز په لاس ور کړو .

د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز کې د خپلي وینا په ترڅ کې وویل: اسلامي امارت ته په بهرنیو مرستو متکي نظام په میراث پاتې و، خو اسلامي امارت له دې مرستو پرته دولتي ادارې په چټکۍ سره بیا فعالې کړې ښاغلي متقي زیاته کړه : د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازي بهرنۍ مرستي بندي شوې بلکي دولتي ادارې د بریښنا د بیلونو او نورو لګښتونو له اړخه قرضداره وې ؛خزانه خالي وه او تیر رژیم هیڅ هم نه وو پرېیښې ؛ د دې ترڅنګ له مالي او بانکي بندیزونو سره مخامخ شو چي په پایله کې ډیری هیوادونو بانکي تعاملات په ټپه ودرول او ډیرو نورو هیوادونو خپلي دروازي د افغانانو پر مخ وتړلې صادرات او وارداتو مو له فشارونو سره مخ او حتی له بهرڅخه د خامو موادو د اخیستلو په موخه مو بانکونه د پیسو له انتقال څخه عاجزه وو له دې ټولو ننګونو سره سره د دولتي دستګاه مصارف د تیر په څیر وو ؛ دا یوازي عادي مصارف هم نه وو بلکي موږ له سره د هیواد امنیتي ځواکونه را منسجم کړل چي دا هم یو اضافي مالي بوج وو ؛ دا ډول بوج په ډیرو پر مخ تللو حکومتونو چي قوي ازمایل شوي کدرونه هم لري خورا درانده دی ؛ اسلامي امارت په ډیر چټکۍ سره ادارې یو پر بل پسې فعاله کړې چي له برکته یې بانکونه او خزانه بیرته ډکه کړه ؛ د افغانۍ ثبات یې و ساته انفلاسیون یې مدیریت کړ د مامورینو شمیر یې تر یو ملیون پوري ورساوو ، ملکي خدمات یې تر پخوا شفاف او ګړندي کړل .

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلام‌اباد د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې دا هم وویل چې اسلامي امارت سیمې او نړۍ ته د تعامل، ګډ کار او اقتصاد محوره سیاست پیغام ورکړی دی ، سیمي ته مو مرکزي پیغام  د اقتصاد محوره بهرني سیاست وو چي اقتصادي اتصال او ترانزیټ پکې مرکزي ټکی وو .

زموږ د اقتصادي اتصال د سیاست یو مهم لوری پاکستان وو ؛ موږ په سیمه کې د افغانستان له لاري د اقتصادي اتصال په تړاو بشپړه لیوالتیا لیدله خصوصا منځنۍ آسیا او جنوبي آسیا کې ؛ ومو کولای شوای چي دا د لسیزو خوب ډیر ژر رښتیا کړو  ؛ د دې سیاست ګټه یوازي افغانستان نه بلکي خصوصا د پاکستان او منځنۍ آسیا مشترکه ګټه وه .

بله هغه موضوع چي د بهرنیو چارو وزارت وزیر مولوي امیرخان د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې ورته اشاره وکړه هغه د سمیز اتصال او اقتصاد موضوع وه ده وویل: موږ په سیمیز اتصال او اقتصاد کې د پام وړ ګامونه اخیستي او خپل رول مو آدا کړی دی د ټاپي له پروژې را نیولې بیا تر کاسا ۱۰۰۰؛ټاپ ۵۰۰ د اوسپنې پاټلۍ ، افغان ټرانس او همدا راز د افغانستان له لاري د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا د اتصال په برخه کې مو د پام وړ پرمختګ کړی دی چي ځیني یې ملموسي لاسته را وړني هم لري د مثال په ډول تیره اونۍ له ترکمنستان څخه د افغانستان له لاري پاکستان ته د ګازو د لیږد بریالۍ پروسه وه ؛ موږ ژمنو یو چي دا ازمایښتي پروسه په دایمي پروسه بدله او قانون منده کړو ترڅو د افغانستان ، پاکستان او ترکمنستاني ګټي خوندي شي .

د نشه یي توکو په اړه مولوي امیرخان متقي وویل: اسلامي امارت د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاچ کچه صفر کړه او د ۴ میلیونه په نشو اخته افغانانو درملنه یې پیل کړه ؛ د میرمنو د کار او فعالیت په باب ښاغلي متقي زیاته کړه چي د روغتیا ، تعلیم او نورو برخو کې کار او فعالیت لري ده زیاته کړه موږ په ښوونځیو کې ټول ټال لس ملیونه زده کوونکي لرو په  دې ډله کې تر شپږم ټولګي پوري نجوني هم شاملي دي ؛ له هغه ور اخوا ځوانان ښوونځيو ته ځي پوهنتونو ته ځي په دې سلسله کې موږ د معارف په برخه کې دری سوه زرو استادانو ته امتیازات ور کوو چي له دې ډلي څخه نوي زره ښځینه استادان دي همداراز د روغتیا په برخه کې په زرګونو ښځینه ډاکټراني او نرساني په کار بوختي دي .

د میرمنو د تعلیم او تحصیل په اړه د بهرنیو چارو وزیر وویل: موږ هیڅکله نه دي ویلي چي د میرمنو تعلیم او تحصیل حرام دی او نه مو د دوی د تعلیم او تحصیل د ابدي  ممنوعیت خبره کړي ده ؛ موقت تعطیل د حرمت او ممنوعیت په مانا نه دی .

د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي د پاکستان پلازمېني اسلام اباد کې د افغانستان د لوی سفارت په مقر کې پاکستان میشتو افغان تجارانو، د مهاجرینو استازو او یو شمیرو نورو مخورو ترمنځ جوړه شوي غونډه کې هم ګډون وکړ ؛ ښاغلي متقي پاکستان میشتو افغانانو ته د خپلي وینا په ترڅ کې وویل: نن چي په ګاونډیو هیوادونو کې د زراعت او صنعت په برخه کې کوم پر مختګونو را منځته شوي دي  دې کې د افغانانو ستر رول دی، موږ د هیچا د اوږو بار نه یو او له دوی څخه مو غوښتنه کړي چي د یو سیال په څير روابط او راشه درشه را سه و پالي او په دې برخه کې په ځینو میکانیزمونو هم غور شوی دی هیله من یم چي په پاکستان کې به د میشتو افغانانو لپاره سهولتونه را منځته شي .

د سیاسي شنونکو او تحلیلګرانو له لوري د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیرخان متقي پاکستان وروستی سفر مثبت ارزول شوی او هیله یې څرګنده کړي چي د چین پاکستان او افغانستان ترمنځ روابط د استحکام پر لور روان دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx