لیکنې

د حج سترې فریضې ته ستر تیاری

لیکنه: مولوي اخترمحمد بهار

لله الحمد د افغانستان په دردېدلې خاوره د اسلامي امارت له راتګ او د اسلامي نظام له نفاذ وروسته که له يوې خوا پر ټول هیواد سرتاسري امن غوړېدلی له بلې خوا د هیواد په هره برخه او هره اداره کې ورځ تر بلې نوښتونه او ترقي وينو.

د اسلامي امارت مشرتابه او مجاهدينو لکه څنګه چې د سرونو او د ارمانونو په قربانولو سره اولس له ازادۍ برخمند کړ همداسې په هر څه کې د اولس خدمت او سوکالي ته اولويت ورکوي، دا چې اسلامي امارت د اولس خدمت ته څومره ژمن دی، غواړم د نوښتونو او پرمختګونو په روان بهير کې د حج، ارشاد او اوقاف وزارت د نوښتونو او د هیواد د حجاجو د تسکین په موخه د تر کار لاندې ترتیبونو نه د مشت نمونه خروار په څېر لږ یاد آوري وکړم:

افغانان او افغانستان هر کال د نړۍ د نورو اسلامي هیوادونو غوندي يو ځل د حج له سترې فریضې او د حجاجو د حج اداینې له سترې پروسې سره مخ کيږي. اړینه ده چې ولس او نظام دواړه په ګډه دا پروسه په یوه ښه او داسې منظمه توګه تر سره کړي، چې له یو اړخ نه یې خپل حجاج له هر ډول سهولت نه برخمند وي او له بل اړخ نه د نړۍ په سیالو اسلامي هیوادونو کې د افغانستان نوم په يوه ریښتیني او منظم افغانستان سره ثبت شي؛

ځکه خو د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د حجاجو د ښه خدمت او د حج د سترې فريضې د ښه ادا کولو او د حج اړونده احکامو د تعلیم او تعلم لپاره د هرو ۴۵ تنو حجاجو لپاره یو تکړه عالم د معلم په توګه ګمارلی تر څو افغاني حجاج کرام وکولای شي چې دغه ستره فریضه په ښه شرعي او منظمه توګه انجام کړي.

یاد علماء او معلمین چې شمېر یې ۶۵۲ تنو ته رسيږي د‌ هیواد له ګوټ ګوټ نه د شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو علماء کرامو له منځ نه د ازموینو په پایله کې  منتخب شوي.

یاده ازموینه د هيواد په نهو ۹ زونونو کې د مؤظفو هيئتونو له لوري له شاوخوا ۱۲۰۰۰ تنو علماء کرامو نه په لاندې شرائطو:

الف : باید عالم د لویې دورې نه د فراغت اصلي سند ولري.

ب : باید د عالم صورت او سیرت پر شرع برابر وي.

ج: باید د عالم صحت د ډاډ وړ وي.

واخیستل شوه.

همدارنګه وروسته د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د جحاجو د ښه خدمت او د منتخبو معلمینو د علمي او مسلکي ظرفيت د‌ لوړېدلو په موخه معلمینو ته اووه ورځني علمي سیمینارونه جوړ شول.

تر دې مهاله دوه سیمینارونه چې اول سيمینار کې یې ۵۶ تنو او په دوهم سیمینار کې یې ۲۳۴ تنو معلمینو برخه اخیستې وه تر سره شوي.

 درېیم سیمینار چې لله الحمد زه لیکوال یې هم غړی یم د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شوال د میاشتې پر ۱۶ نېټه چې د ۱۴۰۲ کال د ثور میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د هفتې په ورځ پيل او پوره یوه هفته یې په داسې حال کې دوام وکړ.

چې د معلمینو لپاره د درسونو د ښه ترتیب او کیفیت سره سره د معلمينو لپاره شپه او ورځ د ښې معیاري تغذيې او اباطي بندوبست شوی وو.

یاد سیمینار چې پر ارشادي او مسلکي برخو وېشل شوی وو پکې د‌ مرکز په شمول د ۱۳ ولایتونو نه ۳۶۲ تنو منتخبو معلمینو برخه واخیسته.

د هيواد د جیدو علماء کرامو له لوري په ارشادي برخه کې پر صبر تحمل، د حج کما حقه اداینه، د معلم اهمیت، د حرمینو شريفينو احترام او آداب، نیت، تقوا او ….. مضامینو هره ورځ په زړۀ پورې هر اړخیزې ارښتناکې ویناوې او سپارښتنې وشوې.

د یادونې وړ ده په مسلکي برخه کې معلمینو ته

د حج، ارشاد او اوقافو وزارت د ریاست مجمع علمي  له لوري چاپ د ۱۴ کسیزې علمي کمېټې له لوري کتل شوی کتاب (د حج لارښود) درسا وويل شو. همدارنګه معلمینو ته د‌ دوی د دندو او مسؤلیتونو په اړه د وزارت له لوري ترتیب شوې کاري لایحه، معاصر عربي لغات د حج د کاري کمېټو ( تسکین، تغذیې، مفقودین، ترحیل، میدان هوايي او استقبالیه) پروسيجر او د حفظ الصحة په برخه کې په نوبت واره او سلسله واره توګه د‌ مسلکي استاذانو له لوري اړین معلومات او درسونه وړاندې شول.

د‌ سیمینار په وروستۍ ورځ له غرمې مخکي د حج، ارشاد او اوقافو وزارت محترم وزير شیخ صاحب نور محمد ثاقب ( حفظه الله) هم د سیمینار تالار ته تشريف راووړ او علماوو ته یې په خپله قېمتي وینا کې د علم او علماوو پر فضیلت، د حجاجو پر خدمت او د صبر او خاکساري پر اهميت هر اړخیزه رڼا واچوله، د نوموړي له قیمتي وينا وروسته دوو تنو معلمينو د نورو په نمايندګي د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له مشرتابه او اړونده کارکونکو نه مننه وکړه، هغوی یې وستایل او د‌ هغوی د علمي او مسلکي سیمینار او ښې مېلمه پالنې له کبله یې ځانونه د هغوی ممنون وبلل.

وروسته ماپښین مهال د معاصرو عربي کلماتو له درس سره جوخت د سیمینار پر برخوالو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مجمع علمي ریاست له لوري چاپ شوی کتاب (د حج لارښود) ووېشل شو.

همدارنګه د سيمينار په وروستۍ برخه کې برخوالو ته د حج عملي طریقه او حج ښودنه په ويډيويي بڼه ښه تشريح او وړاندې شوه.

خلص:

په ټول سیمنار کې پر صبر، ښو اخلاقو، د‌ حجاجو پر واقعي خدمت، نظم، د اسلامي امارت او کوربه هيواد اصولو ته پر ژمنیا همدارنګه په مقدسو اماکنو کې خپل اسلامي نظام، خپل هيواد او بالعموم ټول امت ته پر نیکو دعاګانو کؤلو ټينګار وشو.

یاد سیمینار چې مکمله هفته یې په منظمه توګه دوام وکړ د پنج شنبې په ورځ ماپښین مهال ۴ بجې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ‌اداري او مالي مرستیال مولوي عارف الله عارف له لوري د دعايي په لوستلو سره پای ته ورسېد.

پای.

 ۲۱ شوال ۱۴۴۴ هق

۲۱ غویی ۱۴۰۲هش

۱۱ می ۲۰۲۳ ميلادي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx