نظــر

رسنیزو مبارزینو ته په کمه مه ګورئ

خالق یار احمدزی

پوهان وایي: ټول هغه کسان چې ټولنه کې اوسي، نه شي کولای د عمومي افکارو په تکوین او اوښتون کې اغیزمن ثابت شي.

ځینې کسان باور لري چې عمومي افکار باید عقلاني، یا پر عقیده ولاړ یا هم له یوه احساس یا انګیزې راوتلي وي.
خو په خلکو کې هم تفاوت شته، ځینې یې حرفه یي سیاستمداران یا د رسنیو کسان وي، چې هر څه ته غور کوي او پر اساس یې د ښه او بد پریکړه کوي او عمومي افکار د مسئلې لوري ته رابولي؛ خو ځینې بیا له پیښو او جریاناتو سره هیڅ لیوالتیا نه لري، بس د پیښو په تړاو د نورو نظریات تعقیبوي او خپل تګلوری یې په مټ ټاکي.

بلخوا تبلیغات د سیاست په نړۍ کې د پام وړ اغیزې لري او په کورني او بهرني سیاست کې ترې د اغیزمنې وسلې په توګه ترې استفاده کیږي؛ چې له کبله یې په دیموکراتو هیوادونو کې رسنۍ څلورمه لویه قوه ګڼل شوې ده.

اوسني پېر کې، ټولنیزې رسنۍ د جګړې د مخته وړلو او د فکري او سیاسي تبلیغاتو د ترسره کولو لپاره مهمې وسیلې دي.
د تیر شل کلن انقلاب پر مهال، نړیوالو او داخلي ملاتړو یې د فکري او فرهنګي جګړې لپاره پر دغه ډګر پراخه پانګونه وکړه او له دې لارې یې د خپلو ملاتړو د زیاتولو او مخالفینو د نفوذ د مخنیوي لپاره اغیزمن کار واخیست.
د شل کلن اشغال داخلي او نړیوال سرلاري یې، تر ډیره بریده دغه برخه کې لاس بري وه او د همدې خیالي مبلغینو په مټ یې هم خپل لړزانده تخت و تاج تر یوه بریده ظاهراً ثابت وساته؛ هم یې پردی کلتور او ناوړه فکر تر افغانانو ورساوو او هم یې د ځوان نسل د اخلاقي بې بندوباري په برخه کې ترې ژورې ریښې وغځولې.
خو مقابل کې یې د څو مخلصو کسانو ریښتینې قلمي مبارزه هم بې ګټې نه وه، د دوی سلګونه او زرګونه مبلغین یې شاتګ ته اړ کړل او هم یې د دوی شوم پلانونه تر ډیره خنثاء او وننګول.

هغو اسلامپالو مبارزینو په معقول او علمي انداز مبارزې ته مټې را نغاړلې وې، د کره استدلال، واقعي او اغیزمنې مبارزې سربیره یې دپر وخت کره خبرونو د تنشیر او له دیني او ملي ارزښتونو څخه د مستدلې او مقنعې اسلامي او ملي مبارزې لپاره با ارزښته دفاع وکړه.

د دیموکراتانو او فکري ملاتړو موخې یې خلکو ته څرګندې او د هغوی د خیالي امپراطوریو راج یې ټولو ته هویدا کړ.
هوکې! زما یادیږي چې په ۲۰۱۲ م کال کې د اسلامپالو مبارزینو له ډلې څو د ګوتو په شمیر کسانو د دغه سنګر د تحکیم په موخه په نشت امکاناتو د کرزي د مداریانو رسنیز منترونه وننګول؛ خو کله چې تر ۲۰۱۴م وروسته د اشرف غني اداره رامنځته شوه، د دوی فکري زاویه لا پراخه او ارګ میشتو د دې ډګر د لا پیاوړتیا لپاره مختلف مراکز ایجاد کړل.

ورسره همهاله د اسلامپالو ځوانانو د قوي او مثمرې مبارزې څپرکي هم نوي شول او د همدې قلموالو یوې کوچنۍ ډلې په سپیڅلې عقیده او قوي متانت سره د یوه لوی فکري او فرهنګي بحران مخه ونیوله.

اسلامپاله مبارزینو وکولای شول چې د کابل د هغه مهال په مختلفو دولتي اداراتو کې د ټولنیزو رسنیو د ایجاد شویو بانډونو شومې موخې وار لمخه درک او تر ډیره د هغوی شومې هڅې بې اغیزې، په خپل کار کې ناکام، بې وسه او ستومان ثابت کړي.

راځئ له خپلو هغو فکري او فرهنګي ملګرو څخه یوه نیمه ستاینه وکړو، چې تر پرونه یې د دې صف لپاره په دغه ډګر کې نه ستړې کیدونکې هڅې ترسره او مثمرې معنوي لاسته راوړنې یې لرلې دي.

راځئ په لوی لاس یې حاشیې ته کولو پرځای یې، د اطلاعاتو فرهنګ په نوم وزارت او په ټوله کې د رسنیزو، فرهنګي او فکري ډګرونو کې د سر لارو په توګه د هغوی انتخاب ته اولویت ورکړو.

ځکه همدوی دي، چې د عمومي افکارو په تنویر او اوښتون کې ستر، مهم او ارزښتمن رول لري او تیرو تجربو ته په کتو سره کولای شي، په دغه ډګر کې تر نورو اغیزمن ثابت شي.

احمدزی خالقیار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx