افغانستان

د قطر صدراعظم او مل پلاوي یې د ا.ا.ا. له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي

نن ټکی اسیا ( جمعه، غویي۲۲، ۱۴۰۲ل): د قطر صدراعظم او مل پلاوي یې د ا.ا.ا. له لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي.

د ا.ا.ا. مرکزي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نن ورځ له غرمې وروسته د قطر هیواد صدر اعظم او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد بن عبدالرحمن آل ثاني او د هغه هیواد د استخباراتو رئیس عبدالله الخلیفي او مل پلاوي یې د اسلامي امارت له رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند او مل پلاوي سره وکتل.

خبر کې راغلي چې په دې لیدنه کې چې د کندهار په ولایت کې ترسره شوه، د قطر هیواد لخوا له افغانستان سره د اړیکو په پیاوړتیا، د اعتماد لا ډېروالي، په تعلیمي، صحي او اقتصادي برخو کې د همکاریو ژمنه وشوه.

خبر زیاتوي چې د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د قطر له پخوانیو او اوسنیو همکاریو، ښه نېت او اخلاص څخه مننه وکړه او له افغان ولس او نظام سره یې د قطر په لا ډېرو همکاریو ټینګار وکړ.

همدارنګه خبر کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د قطر هیواد د امیر له پیرزویني ډک پیغام څخه قدرداني وشوه او هغه هیواد دې ته وهڅول شو چې د نړیوالي ټولنې او افغانستان تر منځ د باور په پیاوړي کولو کې لا ډېر رول ولوبوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx