افغانستان

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال؛ ورځ تربلي مو له نړۍ سره تعامل ښه کیږي

نن ټکی اسیا ( جمعه، غویي۲۲، ۱۴۰۲ل): د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال؛ ورځ تر بلي مو له نړۍ سره تعامل ښه کیږي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د کورنیو محصولاتو د نندارتون د پرانیستي مراسیو ته د وینا په مهال ویلي چې له اسلامي امارت سره د نړۍ غیر رسمي تعاملات د رسمیت پېژندني په مانا دی او په وینا یې، له اسلامي امارت سره ډیپلوماټیک تعامل مخ په زیاتېدو دی.

نوموړي د هیواد بهرنیو چارو د وزیر مولوي امیر خان متقي ګاونډي هیواد پاکستان ته رسمي سفر او هلته د پاکستان، چین او افغانستان د بهرنیو
چارو وزیرانو رسمي وینا او رسمي اعلامیې ته په اشارې ویلي چې دا په هغه صورت کې کیږي چې ملکونه یو بل په رسمیت پېژني او زیاته کړې یې ده چې هیله من یو چې نړۍ اسلامي امارت ژر په رسمیت وپېژني او ویلي یې دي چې له نړۍ سره مو د هري ورځي په تېرېدو تعامل ښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx