بيلاروس: په مترو کې چاودني 11 کسه ووژل او تر 100 یې زیات ټپیان کړه
نن ټکی آسیا: نن ددوشنبې په ورځ مازیګر د بيلاروس په پلازمینه مینسک کې د مترو په یوه اډه کې چاودنه وشوله چې له امله یې لږ تر لږه 11 کسه مړه او تر سلو زیات نور ټپیان شول.
د پولیسو له قوله ویل سوي چې پيښه دماښام پر سیمه ایز وخت 5.55 بجو باندي د اوکتیا بریسکایا په اډه کې چې د بلاروسیا د ریاستي ماڼي څخه صرف 100 متره فاصله لري را منځته سوله..
د بلاروسیا اولس مشر الکسندر لوکاشینکو د چاودني د ځای څخه د نیژدې لیدنه کړې او د خپلو وزیرانو یو عاجله غونډه یې را بللې.
تر اوسه د چاودني لامل نه دی معلوم سوی، مګر عیني شاهدانو ویلي چې پيښه هغه وخت را منځته سوله کله چې اور ګاډی (مترو) را
ورسیدله او د مسافرو لپاره یې دروازې خلاصي کړې.
ويډیو:
{youtubejw}E8pTxQxWOUo{/youtubejw}