نړۍ

په سوډان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر ۷ لکو ته رسېدلی

نن ټکی اسیا ( جمعه، غویي ۲۲، ۱۴۰۲ل): په سوډان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر ۷ لکو ته رسېدلی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیواله اداره وایي چې په سوډان کې د داخلي بېځایه شویو شمېر زیات لوړ شوی او په وینا یې، شاوخوا اووه ۷ سوه زرو ته ته یې شمېر لوړ شوی دی.

د دې ادارې د یادښتونو له مخي، اټکل کیږي چې دا کچه څه وخت وړاندي دوه برابره لوړه شوې او ممکن څو برابره شي.

د خلګو بې ځایه کېدو ویره پیدا کړې چې دا شمېر کډوال به په ګاونډیو هیوادونو کې څنګه ځای پر ځای شي.

دا په داسي حال کې ده چې لا هم د دې هیواد پلازمېنه د هوایي بریدونو او ځمکنیو جګړو شاهده ده او له ځینو کلیو ټول اوسېدونکي تښتېدلي او خپل کورونه یې پرېیښي دي.

د ویلو ده چې په سوډان کې له یوې میاشتي را په دېخوا د واک په سر جګړې رواني دي او دا جګړې د ملیشه ځواک او د دولت د پوځ تر منځ نښتې او لا هم دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx