
د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد صاحب جهادي او سیاسي ژوند ته یوه ځغلنده کتنه
مولوي وکيل احمد متوکل
د افغانستان د اسلامي امارت د بھرنیو چارو پخوانی وزیر
حامدا ومصلیا و بعد!
د لوی ملا صاحب د کورنۍ، ټولنیز څرنګوالی داسې و چي د مؤسس امیر مرحوم مشر ملا صاحب پلار او نیکه چي قبرونه یې په لوي کندهار کي دي، ملایان و چې زموږ د اکثرو علماو پڅیر یې د نادارۍ ژوند او د ولس سره یې ښې ټولنیزي اړیکي لرلې. تل به په جهادونو کي عملا سهیم و نو په سیاسي ثبات کي یې د فعالي ونډي لرل، د بارزي بېلګي ښکارندویه ده.
زما یوه خاطره دا ده چې د تحریک تر اغاز څه کم دوه کاله مخکې موږ د حرکت جمعیت طلبه لخوا د طالب جهادي قومندانانو د لېدلو په بهیر کې ورغلو نو ملا صاحب چي په سنګیسار کي د خپل جهادي سنګر چي هغه مهال یې پر مدرسه تبدیل کړی و او ھغه مرحوم یې مشري کوله د روژہ ماتي لپاره د اشپزۍ پر نوبت بوخت و. نورو ملګرو یې ځیرې راټولې کړې وې د روژہ ماتي په ترڅ کي مو د پاټک سالاریو پر روانو بدو حالاتو خبرې ورسره وکړې، د مهاجرینو د مدرسو طالبانو او د جهادي طالبانو پر یو ځای کولو ورسره وږغېدلو نو ده په پوره اخلاص باندي وویل چې موږ ټول بې قید او شرطه دخپلو ملګرو او نظامي وسایلو سره د اتحاد په لاره کې ستاسې په خدمت کې یو.
ملاصاحب، د ځوانۍ په موسم کې له جهاد او مبارزې سره ډېره مینه او علاقه لرله هغه په زلمیتوب کې لا په عملي جهاد بوخت سو چې مبارزه، قابلیت، تقوا او زړورتوب یې لا ښه پسې وځلېد.
کله چې روسي لښکرو په افغانستان کي ماته وخوړله او له افغانستان څخه ووتل، نو ملا صاحب نامساعد سیاست او منصب پرېښود او مدرسې ته يې مخه کړه په درس او تدریس کولو بوخت سو.
هغه د خپل علمي سفر د تکمیل سره هم خورا مینه درلوده نو ده او ملګرو یې هلته یوه ښه متواضعه مدرسه تأسیس کړه چي اوس مهال د هغه په نوم د هغه د عالمو زامنو لخوا د خپل پلار د ارمان په ادامه په پاخه او اساسي ډول رغول شوې او تدریس پکې جریان لري. ھمداراز صالح خلف یې، لله الحمد، په زابل کې هم د هغه په نوم د هغه د وروستنۍ ارامګاه په جوار کې تعلیمي مرکزونه ودان کړل.
کله چې په هیواد کې خپلمنځي جګړې پیل سوې، د شر او فساد ډلې جوړي شوې ، نو ملاصاحب د اصلاح ډګر ته را ووت، او د مبارزې اعلان یې وکړ.
کله چې جهادي تنظیمونه په هیواد کې د اسلامي نظام په عملي جوړولو کې پاته راغلل؛ زور واکۍ او بې نظمۍ هیواد د تجزیې پر درشل ودراوہ. ان تر دې چي د هیواد په هر ولایت کي فجایع عام سول نو د ملت سپین ږیري، صالح مجاهدین، علماء، طالبان او نور د خیر خلک په خپلو منځونو کې د یوې چارې په لټه کې
سول.
افغان مهاجرینو او هلته مقیمو افغاني طالبانو هم په دې موضوع کې هلې ځلي شروع کړې وې، د کندهار، زابل او هلمند په سطحه مجاهدو طالبانو تحرکات پیل کړل حاجي بشر حفظه الله د کندهار ولایت د میوند ولسوالي د طالبانو په اختیار کې ورکړہ، نو ګڼ شمېر اصلي مؤسسین او لاحقین عملي میدان ته راغلل د هیواد د علماو له فتوا سره سم یې د فساد د ټغر په ټولېدو کي د جهادي طالبانو، صالحو مجاهدینو او د تعلیم له ډګره فکري اګاهو طالبانو د ولسي ملاتړ په قوت منظمه مبارزه پیل کړه.
د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک، او په پایله کې د اسلامي امارت جوړښت د امير ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تر امیریت لاندي یوه عالي شوری چې ګڼ سیاسي او نظامي کسان د مرحوم ملا محمد رباني رحمه الله، د شهید ملا محمد عمومي قومندان تقبله الله او د کندهار لومړنی والي ملا محمد حسن حفظه الله یې سرپرستۍ د کابل تر لومړنۍ فتحې پوري فعالیت کاوه؛ کله چي کابل ونیول سو او هلته د استاد رباني په ریاست تش په نوم د افغانستان اسلامي دولت و چي بیا یې هم داعیه نه پرېښووله نو امیر ملا محمد عمر مجاهد نوی نظام د افغانستان اسلامي امارت ونوماوه. دوزیرانو سرپرسته شوری یې د رئیس الوزراء ملا محمد رباني رحمه الله په مشرۍ معرفي کړہ، البته د ولسي مشاورت چاري بیا د مولوي عبدالغفور سیناني رحمه الله په مشرۍ د پوهانو د مرکزي شوری لخوا پر مخ تللې. په افغانستان کې داسلامي امارت له بریا وروسته د ملاصاحب فکر او نظر داسې و چې سیال افغانستان وي یو موټی وي، د پوهي پر مټ په ځان بسیا، پر مخ تللی او د مرکزي حاکمیت هوډ ولري غوښتل یې چي د شرعي ثبات لرونکی وي او وګړي یې د پت او هوسایني له ژونده برخمن واوسي. د سپتامبر د ۱۱ پیښې په اړه او دا چې امریکا په اسلاميامارت کوم اتهامات ولګول، او په دې اړه د ملاصا حب موقف او دریځ داسې و چي په ډاګه یې ویل دا د امریکا داخلي پېښې دي چي د هغوی د ھغو متجاوزو او تیري کونکي سیاستونو په غبرګون کي کیږي کوم چې امریکا او شریر اسرائیل یې په منځني ختيځ کې تر سره کوي.
ملا صاحب چیرته او څه ډول د امیرالمؤمنین په توګه وټاکل سو ؟
هغه دغسې یوه لقب ته هیڅ ډول لېوالتیا نه دلوده د علماو او مخورو په هغه لویه غونډه کې چې په کندهار کې رابلل سوې وه، د شهید مولوي احسان الله احسان تقبله الله لخوا په هیجاني ډول د امیر المؤمنین لقب ورکول سو خپله ملا صاحب پر دغه لقب ورکولو چې دا راشدینو خلفاو سره یې تړاو درلود ډېر وژړل.
د یادونې وړ ده چې له دې نا ضروري تصرف څخه ګڼ سیاسي مشکلات پېښ او پېښېدونکي دي.
ملا صاحب څرنگ د امریکایي اشغال پر وړاندې مبارزه پیل او د اسلامي امارت مجاهدین یې څه ډول منسجم او رهبري کول؟
ملا صاحب له هیواده ونه ووت په زابل کې یې له خپل پټنځای څخه د قاصدانو په واسطه له خپل نائب ملا عبدالغني برادر حفظه الله او د دفاع وزیر شهید ملا عبیدالله آفتاب بیا له شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله او همداراز په ځینو مواردو کې له رهبري شوری سره دوامداره تماسونه ساتل، جهادي، تشکیلاتي او سیاسي چارې یې اداره کولې. د وزارتونو انتظامي مسئولیتونه یې هم و بېلابېلو کمېسونونو ته سپارلي وي نو په دې توګه هر څه له مقضا سره نسبتا سم روان ول.
د امریکا او متحدینو په وړاندې هغه مبارزې چې تاریخ یې نسي هېرولی:
اشغالګرو د راز راز سختو نظامي، استخباراتي، ډیپلوماتیکو، تبلیغاتي، د جهاد د مالي منابعو د وچولو او د تطمیعاتي جلبولو په اعمالو سره غوښتل چې برلاسي سي خو په محیر العقول ډول د جهادي صف استقامت، وحدت، جنګي لوړه روحیه، راز داري او اغېزنمنتوب وساتل سول.
څرنګه چې یو وخت ملا صاحب په زابل ولایت کې د امریکایانو یو نظامي کمپ ته نيژدې ژوند کاوه او له هماغه ځایه یې جګړه رهبري کوله، ځکه د ملا صاحب مرحوم، قوي ایمان، پر الله توکل، پر مشقتونو صبر او د خاصو ملګرو بې ساري قربانیو دا ډېر ستونزمن څه شوني کړل.
د ملا صاحب د ژوندانه د وروستیو ورځو، ناروغۍ ، او وفات په اړه چې هغه مخفیانه اوسېدہ هغه د نري رنځ و معالج ډاکټر او منظمې درملنې ته یې لاس رسی نه و نو بالآخره مازدیګر مهال يې ژوند حقیقي مالک ته وسپاره او د کوربه ملا عبدالجبار عمري حفظه الله او خاصو ملګرو لخوا پر اسلامي طریقه د تدفین چارې یې تر سره سوې.
انا لله و انا الیه راجعون.
ایا اوسنی نظام په بشپړه توګه د ملا صاحب د نظریاتو سرہ پرتله کولای سو؟
اوسنی امارت تر ډېره هماغسې دی خو البته ځیني فرقوقه هم سته چي دا ځل ټول ولایتونه له امارت سره دي خو هغه مهال د هیواد په یوه کونج کي مسلحو مخالفینو شتون درلود نو مشر ملا صاحب هم احتیاطا په کندهار کي اوسېدی خو اوس باید مشر شیخ صاحب حفظه الله په پلازمېنه کي واوسیږي څو د کارونو د ځنډ او اسراف څخه ډډه وسي۰
د اسلامي امارت په اړه د ملا صاحب ارمانونه يا ګړنلاره د ملا صاحب په هدایت دستور (اساسي قانون) تصویب سوی و چې باید د هغه له مخې امارتي پالیسۍ په احسنه توګه انجام سي. ان شاء الله العزیز.
د ارواښاد ملا صاحب اروا دې ښادہ او یاد تلپاته وي
________