شعـــــرونه

چې نه په سوال راځي او نه د خدای په روی راځي/اياس

عزیزالرحمن ایاس

چې نه په سوال راځي او نه د خدای په روی راځي
زه به هم نه ورځم که چا غوښتم هغوی راځي

ستا هېرول دومره اسانه نه دي دنګه یاره
په سترګو ړوند یمه یوسفه خو! ستا بوی راځي

نن مې زړه بل رکم درزېږي ممکن ته به راشې
او یا که غم راغلی له دې نه به هم لوی راځي

یاد چې دې راشي نو یو ځای ور سره تړمې اوښکې
بس بې اختیاره ګرېوانه کې شي را توی راځي

دا چې تغیر کوي څهره مې ګله ورځ تر بلې
زه و غمونو ته تسلیم نه یم خو دوی راځي

مرګ به قبول کړمه (ایاس مُلا) خدای مه کړه که مې!
چېرته په زړه کې د یو چا د ازار خوی راځي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx