
پینځه ویشتمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه۲١/شوال المکرم/١٤٤٤
د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
د هغه سـتـرګو پښتنو خبرې
ځکه درنې وي د درنو خبرې
ارواښاد حمزه بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د بوالهوسو په خوله خوند نه کوي
د پاک لمنو ارتينو خبرې
نورالحبیب نثار
دا په کثرت کې د وحدت دی لټون
زلفې چې تل کړي د پردو خبرې
استاد فضل ولي ناګار
ستا پۀ الوتي رنګ به څۀ کولې
دې بې زبانو آئینو خبرې
نظم الدین ندرت
د مرغلرو وږى نه يم قربان
سينده! را زده کړه د څپو خبرې
ګل رحمان رحماني
ژبې به ډیرې سرہ ووایو خو
د زړہ خبرې په پښتو خبرې
حفیظ الدین پیرزادہ
نه د آدم د رباب ترنګ پاتې شو.
نه په دې چم کې د درخو خبرې!
حفیظ الله
د بڼو هیڅ ګوزار دې مړاوی مه شه
څه په خوند واچوي له پښو خبرې
نقیب احمد عزیزي
چې زه در غوږ وای، تا کولی راته
په مېنه، مينه، په ورو، ورو خبرې.
مل غني خېل
شبلي پوهېږي خو بې وسه دی اوس
ځکه کوي په ګلابو خبرې!
راشد جالب
کوي بلبل که په نغمو خبرې
نو چوپه خوله وي د وږمو خبرې
شرر ساپی
دلته د سيوري له احسانه منکر
ريبي د ونو د تنو خبرې
حیدر ایاز
نری، نری درد د پرهر په زړه کې
لګیا دی ژباړي د نغمو خبرې
محمودي انصار
ما ځوروي هیله ده مه یې کوﺉ!
د ماتو ماتو ګلابو، خبرې
جهادي عمري
ماته کوﺉ د ننګیالو خبرې
د با احساسه پرګنو خبرې
مهاجر فراهي
چې ننباسي څوک په زړو خبرې
زما خبرې د هغو خبرې
عزیزالرحمن ایاس
توبه! یوه نړۍ خوښیانې لري
د ناز مکېز او د رمزو خبرې
عبدالغني وفا
لکه رباب لکه نغمې رالګي
ددې ژوند مستو اولسو خبرې
حافظ سجاد
پښتنو ورورنو اتفاق راولئ
مۀ اورئ خير دی د پردو خبرې
طاهر اترنګ
له بدو لرې شئ د ښو ومنئ
ښه خلک تل کوي د ښو خبرې
قاري یوسف احمدي
وکړئ دې خلکو ته دا څو خبرې!
د پت، عزت او د آبرو خبرې
منصور طالب
که کرکه نه وي ګل به ښې وګڼي.
له سپېره باده د ازغو خبرې!
حفیظ الله هاتف
هلته الفاظ له سړي ټول هيريږي
چيرته چې کيږي په بڼو خبرې
حمدالله فطرت
دنیا ګناه او د توبو خبرې
یعنې ثوأب او د سجدو خبرې
محمدالله درد
وخته مننه چې را ودې ښودې
د ګل پر ژبه د اغزو خبرې
ګل رحمان رحماني
د دریدلي سات پڅیر و نۀ کړې
هیچا د ژوند د ستنیدو خبرې
نظم الدین ندرت
زه د جدت د دؤر هم قایل یم
خو خوښوم د پخوانو خبرې
مهاجر زاهد ساپی
ماته چـ .ـاپه ډر ون شـ .ـهید یار رایاد کړي.
چې څوک کوي د چنارو خبرې!
شرافت ویاړ
مونږ هاغه نه یو چې بنګړي وستایو
مونـږه تل کړي په مرمو خبرې
همت بدري
ګورئ چې هېرې نکړي یاد یې ساتئ
زموږ د شـ.ـهیدو، ارمانو خبرې
فاروقي خپلواک
تاریخ به ولیکي پخپلو پاڼو
په سر د داار د میړنو خبرې
منتظر نجرابی
ماته یې درس د آزادۍ را کاوه
راته کولې زولـ.ـنو خبرې
طالب کریمي
په کتابو کې ځاېدلی نشي!
ددې وطن! د کارنامو خبرې
جهادي عمري
تاريخ ګواه دى چې کوي به مدام
پر زړونو راج د مېړنو خبرې
نثار
وطن کې امن سوکالي راغلې
شکر چې نشته د جګړو خبرې
ساجد سهار
زمانې ته ورباندې نه پوهېدې
وې آفاقي د لیونو خبرې
محمدالله تبسم
غزل يې بويه، تغزل يې ګڼه
د غزالانو، غرڅنو خبرې
نورالحبيب نثار
تا چې زموږ له کلي کډه وړله
زړه مې غوښتل چې وکړم څو خبرې
م هاشم ذاکر مهاجر
شاعر د مینې موضوع ډېره څيړي
لکه ماشوم د پتاسو خبرې
نصرت طالب
هې! چپ په خوله باندي دې لاس ونیسه
مه کوه نور د بیلیدو خبرې
ریحان اخندزاده
له احساساتو دې نړۍ مننه
خو راته ونه کړې د تلو خبرې
مفکر رښتین
زیاتي د صبر زور مې مه ازمایه!
تر څو به وړم ستا د نخرو خبرې?
صفی الله رائد
لکه انګور لکه اوبه د زمزم
دومره خوږې وي د درنو خبرې
معاويه زيارمل
زه د سلګو په ژبه ښه پوهیږم
ماته قبولې د لېمو خبرې
اسرار عواد
راته کوه په اشارو خبرې
کلي کې بندې د ښارو خبرې
اسرار عمر
له رقیبانو غمازانو پټې
زما خوښېږي پۀ بڼو خبرې
ادریس حقیار
لکه عطرونه ښایستونه غوندې
عجیبه ښې وي د خوږو خبرې
امین زرګر
ستا حسن څنګه احاطه کړمه زه
نه دي پخدای د قافيو خبرې
یونس تنویر
واوره! د درد او د غمو خبرې
زما د زړه د پرهرو خبرې
عتيق الله یون
مړ تبسم وکـړه را وغـږېـږه
مه کوه نورې د ګیلو خبرې
مستغفر ګربز
ښکلیه له درستې دنیا هم خوږې دي!
دې تا په طول پوره یو څو خبرې
ریحان وردګ
زما په غوښو کې غنم پخوي
دا پنا لمر او ستا د تلو خبرې
محمدالله درد
په ژبه ګونګ وو څه مې نه ویلې
دواړو کولې په لېمو خبرې
زاهد مل
شاوخوا اورم د مجمر له پاسه
د سويو لويو سپېلنو خبرې
نثار
زړه د ادم به ورته وڅڅېدی
بیابه هم نه کړلې درخو خبرې
شفیع ظهیر
که سي لحاظ داولنو خبرې
ژوند کې کافي ددې سپېدو خبرې
الحاج احمدي
ما په همدې عدد نښان ایښی دی
زه پیلوم تل له اتو (۸) خبرې
وکیل احمد متوکل
رقیبه زما په مخکې هېڅ مه وایه
باد ته څوک نه کا د ډیوو خبرې
سائل وصال
په ډک محفل کې راته نه راګوري
یار مې کوي په کنایو خبرې
امیر نوراني
د مینې رمز باندې خبر یو سره
ځکه مونږ نه کوو په خولو خبرې
ثناءالله معصوم
دا چي شول ټول خلک خبر راباندې
وې اوريدلې ديوالو خبرې
حمدالله فطرت
ماهم دزړه غوټې همداسي راوړې
تا هم کولې په بڼو خبرې
سیف صدیق
افشاء کوي دې راز کرار غږیږه
ګله! بـادونه وړي د شپو خبرې
طالب عباس
د محبت په سندريز انداز کې
ژباړه د عشق د اياتو خبرې
محمدخان محب
چې بينه شي نو يقين ته رسي
د مٶجهو قرينو خبرې
نورالحبيب نثار
پای.