افغانستان

وانګ ونبین؛ افغانستان باید له نړیوالي ټولني منزوي نشي.

نن ټکی اسیا ( شنبه، غویي۲۳، ۱۴۰۲ل): وانګ ونبین؛ افغانستان باید له نړیوالي ټولني منزوي نشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین ویلي چې چین د افغانستان د یوه پخواني ګاونډ په توګه په دې باور دی، چې افغانستان باید له نړیوالې ټولني منزوي نشي.

نوموړي په یوه خبري ناسته کې د درې اړخیزي غونډي د ګډې اعلامیې ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا سند د چین او افغانستان د اړیکو د راتلونکي پرمختګ او د امنیتي همکاریو د پیاوړتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ډېر مهم دی او زیاته کړې یې ده چې چین د افغانستان د دودیز ګاونډي په توګه په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې نه ګوښه نشي.

نوموړي د افغانانو هوساینه او ګټي د پاملرني وړ بللې او ویلي یې دي چې د سولې، بیارغوني او د افغانستان د ملي حاکمیت د ساتني له بهیر څخه باید ملاتړ وشي او زیاتوي چې موږ هیله لرو چې د افغان حکومت به غښتلي ګامونه پورته کړي او د نړیوالي ټولني د باور د ګټلو لپاره به عملي هڅي وکړي او وایي چې د افغانستان حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx