ټولنیزه برخه

ارمان او هدف

لیکوال: دادمحمد ناوک
په ژوند کې ارمانونه خامخا وي، ځينې ارمان او هدف سره بېل بولي؛ دوی داسې انګېرې چې د ارمان ترسره کېدو امکان هدف ته تر رسېدو ډېر کم وي.

زه په دې باور یم چې ارمان او هدف سره یو دي، هر ارمان هدف دی او هر هدف ارمان. ځکه چې که کوم هدف ارمان ونه اوسي د ور رسېدو لپاره انګېزه نه پاتې کېږي او که کوم ارمان هدف نه وي، نو د پوره کېدو لپاره يې منډه نه کېږي.

په ماشومتوب کې موږ له خپله چاپیریاله په تاثر، په علمي برخه کې ارمان نه درلود؛ زموږ تر ټولو لوی ارمان به دا و،  چې د کلچو دوکان مو وي، د غوا له غوړیو ډک ټیم راسره په څنګ کې ایېښی و، دې بل اړخ ته د بورې بوجۍ او مخاخ لوی چایجوش دشیدو چای وي.

اوس چې کله د خپل دې ارمان چې ما او زما ګڼو همځولو درلود، په اړه فکر کوم ښکاره دا راته مالومېږي چې دغسې ارمان له لوږې پیدا شوی و او پایښت يې هم لوږې او نیستۍ په غاړه اخیستی و.

ښه مې په یاد دي، چې یو وخت زموږ د نږدې ملګري اسدالله پلار وفات شو، مازیګر کې يې پېغلې خور پر موږ ماشومان غوړه ډوډۍ ووېشله، زموږ په منځ کې نږدې اته کلن رمضان چې زموږ د کلي د شپون زوی و، هم موجود و.

ټولو ماشومان ډوډۍ وخوړه او هسې د لویانو په دود مو پر مخ لاسونه راکش کړل، چې خدای دې يې وبښي.

رمضان سوړ اسویلي ویوست او ويې ویل: کاش اوس زما پلار مړ وای، څومره غوړه ډوډۍ به مې خوړلې وه.

دا د یوې وږې ټولنې د هغه ماشوم د زړه غږ و،چې د ګېډې د ډکولو لپاره يې د خپل پلار مړینه هم منلای شوای.

ځکه خو زموږ ټولو ارمانونو هم د ګېډې ډکولو ته سترګې نیولې وي.

دغه اوس چې کله خپل کلي ته وګورم د ماشومانو ارمانونه مو سره بېل دي، یوه ډله مولونه وهي لرګي په لاس کې واخلي او دخولې ډزې کوي چې ګوکې طالبان دي، بله ډله ورته خپلې لمنې پر پرتوګ ومنډې او د دوی مقابله کوي او وايي چې اربکیان دي.

په ښار کې هم د یو ماشوم ارمان د کلي له ماشوم سره خورا پراخه فاصله لري، هیڅ ښاري ماشوم دطالب کېدو یا هم اربکي کېدو ارمان نه کوي، او ډېر کم کلیوال ماشومان د ډاکټر کېدو ارمان کوي.

پر ماشومانه ارمانو سربېره د ژوند په هر پړاو کې ارمان موندنه ښه هڅه ده، له ارمان سره هدف راپیدا کېږي او هدف ته د رسېدو لپاره یوې طرحې ته ضرورت وي، دغه طرحه له فکره زېږي او د ارمان پوره کېدو یوه لنډه ګټه داشوه چې فکر په حرکت راولي.

استاد محمد اصف صمیم یوه ورځ په یو چا حواله ورکړه او ويې ویل چې هرڅوک د هغه له ارمانه مالومېږي، د لوی سړي لوی ارمان وي.

په اوسني پوچ تبلیغاتي وخت کې د ډېرو ارمانونه په یوه محدوده جغرافیوي کرښه کې را ایسار دي، هغوی په دې ډول غواړي د انسانیت پراخ مفهوم او خدايي خلیفه په یوه وړه ساحه کې را ایسار کړي.

په داسې حال کې چې دیو مسلمان په حیث باید د یومسلمان تر ټولو لوړ ارمان دا وي چې خپل خدايي مسوولیت پوره کړي او د نړۍ هرې برخې ته روڼ الهي غږ ورسوي.

زه پخپل پر دې اند یم چې د دې پرځای چې استعداد له منځه یووړل شي، ښه به دا وي چې استعداد مهار کړل شي او نېغې لارې ته سم شي، او په دې برخه کې باید پوره زور وازموېیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ibadullah salarzai

17 hours ago ستا انتظیار مرګ تر سګو…! د ژمی ساړه هوا وه او نری نری باران هم وریده ،یوه ښکلی انجلی د کړکی څه بهر د باران په ننداره وه ناڅپه یی په یو ښکلی زلمی سترګی ولیږیدی،دغه زلمی د بلاک ساتونکی( نګهبان )ځوی وه چی پدی ساړه هوا کی د کثافت په پاکاولو بوخت وه،انجلی چی زړه پری سوخت کړی وه د هلک تر څنګ ولاړه او تری پوښتنه یی وکړه چی ساړه مو کیږی ؟ هلک چی همدغه یی کار وه په جواب کی ورته ویل چی نخیر…! انجلی ورته ویل چی زه ځم چی کرم کالی… نور لوستل »

ibadullah salarzai

فیسبوک اهمیت ماته…! په اټک مه راپوري وځه – دلته جنډې دپښتنو ولاړ ي دینه مخکی له دی چی می فیسبوک نه کارولو له دوستانو سره به می اختلاف دیر وخت پدی وه چی تاسی د کوم پښتونستان ناری سوری وهی هغه پښتونستان ورورنه چی نه غواړی سره لر او بر پښتانه یو شی هغوی هوسی جوند لری د پاکستان تر سیاست او اغیزی لاندی دی تل یی زمونږ په خلاف جنګوی دا چی په دیرش کالونو څومره زیامن شوی تول د خپل لرو ورورنو له لاسه یو زه به همیش دوستانو سره پر دی تکو اختلاف وم هو نن… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x