افغانستان

ازبکستان په تاشکند کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو

نن ټکی اسیا ( شنبه، غویي۲۳، ۱۴۰۲ل): ازبکستان په تاشکند کې د افغان ټرانس پروژې ګډ دفتر پرانیستل شو.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې ادارې د رئیس ملا بخت الرحمن شرافت تر مشرۍ لاندي ازبکستان هیواد ته د پلاوي د سفر په لړ کې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان هیوادونو د اوسپنې پټلۍ مسؤلینو ترمنځ د ګډي ناستي په نتېجه کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چارو د مخ ته وړلو لپاره ګډ دفتر پرانیستل شو.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دفتر پرانیستې په مراسیمو کې ازبکستان سفیرانو هم برخه اخیستې وه.
خبرپاڼه زیاتوي چې دا دفتر د ازبکستان تاشکند ښار کې موقعیت لري او د درې واړه هیوادونو استازي به په ګډه د افغان ټرانس پروژه چې د افغانستان له خاوري په تېرېدو د منځنۍ اسیا هیوادونه له جنوبي اسیا سره وصلوي، چارې به یې له همدې دفتره همغږې کوي او د دې ترڅنګ په پام کې ده چې د همدې پروژې یو دفتر کابل او بل اسلام اباد کې هم فعال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx