حریت اونیزهخبرونه

حریت فکري روزنه؛ «د ځوانانو پر وړاندې فکري ګواښونه!» سیمنار ترسره کړ

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، غویي۲۴، ۱۴۰۲ل):  حریت فکري روزنه، چې تر چتر لاندې يي حریت اونیز په چاپي ډول فعالیت کوي، د خپلو غونډو په لړ کې د ځوانانو پر وړاندې د فکري ګواښونو د تشخیص، ورسره د چلند او پر وړاندې يي د فعالیت اړوند علمي سیمنار تر سره کړ.

دا سیمنار چې د ځوان دعوت‌ګر اسامه جوهري له لوري پر مخ وړل کېده، لسګونو محصلینو، زده کوونکو او د فکري مبارزې مینه‌والو پکې برخه اخیستې وه.

د پیل په خبرو کې د حریت اونیزې مسؤل مدیر دادمحمد ناوک وویل، چې د فکري بحثونو لپاره له دې امله اړتیا لیدل کېږي چې ډېری وخت ځوانه طبقه پر ځان پوی نه وي، خو د یو فکري مسیر تر اغېز لاندې راغلي وي او حتی دفاع ترې کوي.

د ده په خبره د فکري مبارزې لپاره مهمه ده چې په داسې غونډو کې برخه واخیستل شي او د فکري جګړې سرلارې مفکرين، دعوتګران او استادان پر ځوان کهول دا احسان وکړي او وخت ورکړي.

«د الحاد وروستی پړاو» لیکوال او دعوت‌ګر اسامه جوهري

نوموړي د ښاغلي اسامه جوهري په اړه هم لنډه یادونه کړه او د نوموړي ویډيويي او چاپي نشرات يي د دعوت په تېره بیا د الحاد او پردیو مفکرو پر وړاندې تاریخي او استادانه فعالیت وباله.

ښاغلي اسامه جوهري د ځوانانو پر وړاندې د لوېدیځ فکري دسیسې وحشتناکې وبللې او پر غربي تهذیب، فکري پدیدو او پر اسلامي نړۍ يي اغېزو باندو مفصلې خبرې وکړي.

د سیمنار پوره نیمايي برخه پوښتنو ته ځانګړې شوې وه، چې پکې ګډونوالو د لوېدیځو فکري پدیدو، لوېدیځ تهذیب، ټکنالوژيکي پرمختګ سره يي د فرهنګي اغېزو اندېښنې او د ځينو لوېدیځو مفکرینو پر نظریاتو سوالونه مطرح کړل.

په دې سمینار کې چې د تېرې پنجشنبې (۱۴۴۴/۱۰/۲۱) پر ماښام برابر شوی و پر هیومنیزم، سیکولریزم، فیمینزم او د ډاروین د نظریې په اړه هم بحث او پوښتنې وشوې.

جوړونکو يي دا سیمنار چې ویډیويي بڼه به يي ډېر ژر خپره شي، د خپل ډول لومړنی هغه بللی او په وینا يي تمه لري چې خپلو امکاناتو ته په کتو به دا ډول سیمینارونه ولایتونو ته ورسوي چې ډېری برخه‌وال به يي د علمي مراکزو محصلین، طالبان او زده کوونکي وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx